د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشاعرې نوي استعدادونه راسپړي


دا ځل د خوست د یوه لیرې کلیوالي سیمې د یوې لرغونې کلا د لویدلي برج تر څنګ د ځوانانو، فرهنګیانو او شاعرانو په ګډون د څړبن ادبي ټولنې په بلنه یوه ادبي دستوره جوړه شوې وه.

یاده ادبي ناسته او مشاعره چې د خان مندوزي په کلي کې د جمعې ورځې ماسپښین پیل او تر ناوخته مازدیګر روانه وه، د فرهنګیانو له ویناوو سربیره په کې یو شمېر شاعرانوشعرونه، غزلې او بیتونه هم ولوستل چې د کلیوالو او ګډونوالو خوښ شول.

لیکوال او د نظر خاوند سپین روان نورزي د ناستې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې دا ډول پروګرامونه د خلکو د شعور د لوړولو، د ټولنیزتوب د خورولو او د نویو استعدادونو د راسپړلو لپاره یوه ښه زمینه وبلله.

​سپین روان نورزي زیاته کړه:

((زموږ او ستاسو په هېواد کې جوماتونه او دا ډول مشاعرې او راټولیدنې چې هغه د انسان د شعور د ویښتابه یا د انسان د هغو پټو استعدادونو د راسپړلو لپاره ډېر مهم دي، نو دا ډول ناستې او ټولنې د انسان سره په دې هدف کې مرسته کوي.))

په مشاعره کې د مندوزیو سیمې پر ځوانو شاعرانو او مشرانو سربیره د خوست له مرکز څخه هم یو شمیر فرهنګیانو برخه اخستې وه.

ادبي دستورې ته لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار په خپلو خبرو کې وویل، چې د نورو ادبي بنډارونو او مشاعرو سره د دې ناستې توپیر په دې کې دی، چېد یوې پخوانۍ کلا د تاریخي برج تر څنګ جوړه شوې، چاپیریال، فضا او د خلکو مینه او اخلاص يې کاملاًکلیوالي دي.

((چې کومې غونډې دي، کومې مشاعرې دي او ټولنې دي، کله دلته دي او کله هلته دي، داسې یو ثابت فرهنګي مرکز نلري، کچیرته یو کس په دې سیمه کې حاضر شي او لږ تر لږه درې بسوې ځمکه د یو داسې مرکز جوړیدو ته وقف کړي، زه فکر کوم دا به د مندوزیو د پاره، د خوست د پاره او څړبن ادبي ټولنې لپاره ډېر لوی کار شوی وي.))

په دې ادبي دستوره کې کره کتونکي فریدالله قربان هم د خوست ادبي پرمختیاوې وستایلې او زیاته يې کړه، یو لسیزه وړاندې خوستیو شاعرانو په خپل کور او کلي کې د شعر ویلو جرئت نه درلود او خلکو به ورته په بد نظر کتل، خو نن سبا کلیوالي محیط ته مشران فرهنګیان راځي او شعرونه په کې وايي.

فریدالله قربان ګډونوالو ته خپل یو شعر هم واوراوه:

خدای خو دې وکړي له غباره، چې مو لار خالي وي

نور مو دا ژوند له زړه خوړوني کاروبار خالي وي

د بیلتانه د کیفیت تصویر دې هم وګوره

لکه چې شپه وي، خلک تللي وي او ښار خالي وي

ژوند کې دا دوه حالته بلکل د زغملو ندي

یو چې الفاظ نه وي د شعر، بل څنګ له یار خالي وي.

یو بل تن کلیوال ځوان زاهدالله زاهد خپل شعر څه دارنګې د دستورې ګډونوالو ته ولوست:

زنګیږمه او ځم له میکدې تپه تیاره ده

تاب نلرم، وهمه لاس او پښې تپه تیاره ده

سپوږمۍ دې راښکاره شي، نو به یو او بل پیدا کړو

موږ نه غواړو، موږ څه کړو ایینې تپه تیاره ده

دا زړه مې د سینې څخه بهر وي، په درزا وي

د خدای دپاره مه راځه د شپې تپه تیاره ده

د ورځې د رڼا له ویرې پټ یو چيرته لیرې

په غوږ کې کوو، یو بل ته کیسې تپه تیاره ده.

مدني فعال او شاعر ولي مت خان خادم له یوې خوا ادبي دستورې ته له ښاره ورغلو میلمنو څخه مننه وکړه او خپل شعر يې هم په دې توګه وړاندې کړ:

له نظره چې د یاره یم وتلی

لکه ستوری د مداره یم وتلی

ستا د ظلم له هجومه نه ویریږم

ابراهیم یمه، له ناره یم وتلی

خادم بیا هم ترانې د مستۍ وایم

که د ژڼو له قطاره یم وتلی.

قیمت ولي دلباز چې د څړبن ادبي ټولنې مرستیال او د دستورې له تابیا کوونکو څخه وو، له فرهنګیانو وغوښتل چې کلیوالي بنډارونو کې خپل حضور پراخ کړي او په اطرافي سیمو کې ادب او فرهنګ ته پرمختیا ورکړي.

نوموړي هم ګډونوالو خپل شعر داسې ډالۍ کړ:

ته هم د ډېرې غریبۍ راسره پاتې نشوې

رانه بې قدره شوې ځوانی، راسره پاتې نشوې

د رغیدو ومه که تا مې وای لاس ایښی په زړه

دا دی بیا ړنګ شوم لیونی، راسره پاتې نشوې

چې وخت د ګټې وو، لاسونه به دې غبرګ جېګول

اوس چې تاوان شو په سیالی، راسره پاتې نشوې

دلبازه ما خو جارولې د یارانو له سر

بس دا سبب وو، چې روپۍ راسره پاتې نشوې.

د یادونې وړ ده، خوست د افغانستان له فرهنګي سیمو ده، چې اوسیدونکي يې له پخوا نه د شعر، هنر او ادب مینه وال دي، تر څنګ يې خوست غني فولکلور او پاخه دودونه رواجونه لري، د ژمي په شپو کې اوږه نکلونه، د لغاتو مقابلې یا شورۍ، غرنۍ سندرې، میلې، نندارې، اتڼونه او نارې هغه څه دي، چې د خوست د سیمې کلتور يې مشهور کړی دی.

XS
SM
MD
LG