د لاسرسي ځای

د خبریالانو ژغورنې لپاره کارکونکيو ډلې (سي پي جي) ویلي چې د خبریالانو د وژنو لړۍ لا هم دوام لري او سږ کال (۲۰۱۶) په بېلابېلو ملکونو کې یوشمېر خبریالان وژل شوي چې پکې د پاکستان خبریالان هم شامل دي.

د خبریالانو ژغورنې لپاره کارکونکی نړیوال تنظیم کمېټې (ټو پروفېکټ جرنلټس) په خپل جاري شوي یو رپورټ کې ویلي، سږ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۸ خبریالان وژل شوي چې پکې دوه د پاکستان خبریالانهم شامل دي.

رپورټ زیاتوي په پاکستاني خبریالانو کې یو د آج نیوز کېمره مېن شهزاد احمد او بل د ډان نیوز محمود خان شامل دی چې د سږ کال د اګست میاشتې په اتمه نېټه په کوټه کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.

د خبریالانو د وژنو تر شا لاملونه څه دي؟مشال را‌ډیو چې کله په اسلام اباد کې له خبریال هارون رشیده په دې اړه وپوښتل نو هغه وویل چې په خبریالانو کې د خپل سر ژغورنې روزنه او تربیه کمی دی نو ځکه اکثره وخت وژل کېږي:

''ګورئ بنیادي چې کوم عنصر ښکاري او په داسې پېښو کې چې کوم مخې ته راځي نو هغه د تربیت د کمي په وجه دي او په پاکستان کې په دې مسله باندې چا توجه نه ده ورکړې او د کوټې پېښې ته که وکتل شي چې کېمره مېنانو ته بس داسې ویل شوي چې څنګه پېښه وشي نو سمدستي ځان هلته رسوه او اوس دټي وي چېنلونو ترمنځ یوه مقابله روانه ده، د نمبرو جوړولو لپاره په منډه دي.''

له پېښوره خبریال مشتاق یوسفزي مشال راډیو ته وویل روان کال په هدفي وژنو ځکه هېڅ خبریال نه دي شامل چې اوس دوی ازادانه رپورټنیګ نه کوي:

''نن سبا هېڅوک هم ازاد صحافت نه کوي چې کومې دلته مسلې دي او کوم وجوهات دي په هغې خو څوک رپورټنګ نه کوي تاسو پخپله وګورئ تاسو رېښتیا ویلی شئ زه یې ویلی شم؟ نو زه فکر کوم چې غټه وجه يې دغه ده چې هر چا خاموشي خپله کړې ده او چې سړی لیکل نه کوي نو خطره به ورته له کومه پېښېږي.''

بل پلو د پاکستان وفاقي حکومت فیصله کړې چې راتلونکې کال ۲۰۱۷ کې به د خبریالانو ژغورنې بل له قامي اسمبلۍ منظوروي.

XS
SM
MD
LG