د لاسرسي ځای

پېښور: د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار په لنډي کوتل کې له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په ضرب عضب عملیاتو کې د ترهګرۍ ټول مرکزونه له منځه وړل شوي دي او دا مهال په هېواد کې د ترهګرۍ هېڅ مرکز نشته. نثار دا ادعا هم وکړه چې د عملیاتو له کبله ډېری ترهګر یا خو وژل شوي او یا هم د ډیورنډ کرښې پورې غاړې افغانستان ته اوښتي دي.

د کورنیو چارو وزیر وفاقي وزیر د پاکستان په خاوره کې د تره ګرو شبکو د نشتوالي دا ادعاوې په داسې حال کې کوي چې هم سږ کال د کوټې په لوی روغتون کې ځانمرګي برید او هم په دغه ښار کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ډله ییز برید، د چارسدې په باچا خان پوهنتون او د مردان په کچارۍ (عدالت) کې خونړیو ځانمرګیو ډله ییزه بریدونو په سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. او هم د ډیورنډ کرښې پورې غاړه افغانستان هم له ورته خونړیو بریدونو سره مخامخ دی چې پکې په سلګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزیر چودري نثاردا هم وویل چې افغانستان دې د نورو هېوادونو په خبرو کې نه راځي او د نور چا په لاسونو کې دې له لوبېدلو ډډه وکړي. د نثار اشاره هند ته وه او څو اونۍ وړاندې په امرتسر کې د اسیا زړه کنفرانس سرمشریزې ته د افغان ولسشمر محمد اشرف غني د وینا په غبرګون کې وه چې ویلي ول پاکستان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو مرکزونه له منځه یوسي او د افغانستان پرضد دې یې نه استعمالوي.

افغانستان دا دریځ هم لري چې د یو خپلواکه هېواد په توګه د هند په ګډون له هر یوه هېواد سره خپل تجارتي او سټراتیژیکي اړیکې ساتي او یو پردی یا بل هېڅ یو هېواد دې ته نه پرېږدي چې دوی ته د اړیکو ساتلو لارښوونه وکړي.

د چودري نثار د دغه څرګندونو په غبرګون چې په پاکستان کې هېڅ يوه ترهه ګره شبکه شتون نه لري، د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي غړي او پخواني سېنېټر افراسياب خټک د مشال راډيو خبریال اسرار عالم مومند ته په یو مرکه کې وویل، د نثار [کورنېو چارو وزير] دغه ادعا داسې ده لکه یوڅوک چې ووايي په پېښور کې د جون جولايي په سخته ګرمۍ کې واوره شوې ده.

نوموړی وايي د کورنیو چارو وزير ښکاره درواغ وايي ځکه چې د کوټې بريد په ګډون نورو خونړيو پېښو دا ثابته کړې چې په پاکستان کې ترهه ګر شتون لري.

خټک وايي چودري نثار پر داسې وخت دا خبرې کوي چې د کوټې بريد په اړه تحقيقاتي رپورټ وايي چې نثار خپله د سختدريځه ډلو له مشرانو سره اړيکې لري.

خټک وویل نثار دې د پاکستان کورنیو چارو وزیر دی او خبرې پر بهرنیو چارو کوي. د نوموړي په وینا د ځینو پاکستانیو اعلا چارواکیو لخوا د دا قسمه څرګندونو له کبله د پاکستان باور ته تاوان رسي او بيا د چارواکیو په خبرو هېڅوک اعتماد نه کوي.

د کورنېو چارو وزير د پاکستان او افغانستان خرابو او د افغانستان او هند ښو اړیکو ته په اشاره ويلي دي چې افغانستان دې د نور چا په لاسونو کې له لوبېدلو څخه ډډه وکړي.

د دې په ځواب کې افراسياب خټک وايي که چېرې همدغه غوښتنه افغانستان له پاکستان څخه وکړي چې له چين سره له ملګرتيا ډډه وکړه نو د پاکستان ځواب به څه وي.

او بل د پاکستان پر ځمکه د افغانستان متوازي حکومتونه موجود دي او هغه د افغانستان خلاف جنګ کوي نو بيا د پاکستان لخوا دا غوښتنه چې افغانستان دې هندوستان ته نه نېږدې کيږي غېر حقيقت پسندانه خبره ده. په افغانستان کې شپه ورځ جنګ روان دی او له پاکستانه ورسره ځنې کسان مرسته کوي نو څنګه بيا پاکستان توقع لري چې کابل به ورته په غاړه کې امېلونه واچوي.

خبره دا ده چې افغانستان يو خپلواکه هېواد دی او چې د هند په ګډون له چا سره هم اړيکې جوړول غواړي نو خپله خوښه يې ده او جوړولی يې شي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG