د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مکسیکو کې چاودنې ۲۹ کسان وژلي

د مکسیکو په پایتخت کې د اورلوبو یوه مارکېټ کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او لسګونه ...

په دې مارکېټ کې چې له پایتخت مکسیکو سیټي څخه ۲۰ کېلو متره لیرې پروت دی هغه مهال چاودنه وشوه چې خلکو د رخصتیو لپاره د اورلوبې وسایل پېرل.

ځايي ټلوېزیونونو د اورلوبو سامانونو کې د اور لګېدو له امله د سیمې پر فضا د رنګارنګ لړو او دود تصویرونه خپاره کړي دي چې تر لويې ساحې پورې خپاره شوي دي.

​د اورلوبو د سامان الاتو همدا مارکېټ په ۲۰۰۵م کال کې چاودنو سوځولی وو.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG