په دې مراسمو کې د جرمني وزیر اعظمې، ولسمشر، د برلین ښاروال او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و او د قربانیانو روح ته دعا وشوه.
پر دې مهال د برلین ښاروال مایکل مولر وویل:
"موږ نن د وحشتناکو ترهګرو حملو د قربانیانو یاد تازه کوو. زموږ زړونه او فکرونه د دې حملو د قربانیانو له کورنیو سره دي. موږ هغوی ته وایو چې یوازې نه دي، موږ په غم کې ورسره شریک یو. ټول برلین او ټوله ازاده نړۍ زموږ پر سولهییز ژوند د دې بزدلانه او غير انساني حملې په ویر کې دي."
له بله پلوه، د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډيميزېر ویلي، په دې کې چې په برلین کې وروستۍ حمله یو ترهګر کار و، شک نه لري خو علت یې لا نه دی څرګند شوی.
توماس ډيميزېر وویل په دې کې شک نه لري چې د برلین ښار په کریسمس مارکېټ کې پر خلکو حمله یو ترهګر عمل و خو دا نه ده څرګنده چې ولې شوې ده.
د کورنیو چارو وزیر دا هم نه ده رد کړې چې حمله کوونکی ښايي لا هم مسلح وي او نور زیان هم پېښ کړي.
د جرمني خبري اژانس "ډي، پي، اې" په حواله، د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش د حملې مسؤلیت اخیستی دی.
په برلین کې د دوشنبې په ماښام د یوه لوی موټر چلوونکی خپل موټر د کریسمس په مناسبت په جوړ شوي مارکېټ کې پر خلکو وخېژاوه چې د پولیسو په وینا ۱۲ تنه یې وژلي او ۵۰ نور زخمیان دي.
د پولیسو خبري رسنیو وویل چې له دې پېښې سره په تړاو یو پاکستانی پناه غوښتونکی نیول شوی خو وروستهیې د هغه د خوشېکولو خبر ورکړ.
د جرمني د څارنوال دفتر وویل چې په څېړنو کې داسې شواهد نه دي موندل شوي چې له پېښې سره د نیول شوي سړي تړاو ثابت کړی.
پولیسو د پېښې په ځای کې له خلکو غوښتنه کړې چې د حمله کوونکي په نیولو کې مرسته ورسره وکړي او له دې مارکېټه اخیستل شوې هره وېډیو یا عکس ورسره شریک کړي.
د پېښې یوه عیني شاهد خبریالانو ته وویل:
"زه د کریسمس مارکېټ په دروازه کې ولاړ وم چې دروند غږ شو او د مارکېټ ستنې ونړېدې. زه په ځمکه ولوېدم. زه وروسته وپوهېدم چې نور ډېر خلک هم په ځمکه لوېدلي خو هغوی بیا ونهخوځېدل."
د جرمني وزیر اعظمې انګېلا مېرکل دا پېښه یو ترهګر برید وباله.
هغې وویل چې هېواد به يې له داسې وېرې سره چې ټولنه فلجوي، ژوند و نهکړي او د جرمني خلک به له ټولو ستونزو سره په ازادۍ، اتحاد او خلاصه فضا کې د اوسېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
سپینې ماڼۍ دا حمله په شدت وغندله او ویېویل چې داسې وحشتناکې حملې د عادي خلکو د ژوند پر طریقه کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په نومبر میاشت کې امریکايانو ته د سفر بېړنۍ خبرتیا خپره کړه او په ټوله اروپا کې يې د ترورېستي حملو له امکانه خبرداری ورکړ.
دې وزارت د امریکا خلکو ته خبرداری ورکړ چې د کریسمس او نوي کال په وخت کې باید په اروپايي هېوادونو کې د سفر پر مهال له احتیاطه کار واخلي.