د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: هېڅوک له قانونه لوړ نه دی


د افغانستان ولسمشر د دوشنبې سهار د کابل په سرینا هوټل کې د بشري حقونو مدافعانو ملاتړ ملي پروګرام ته په خپله وینا کې وویل چې (موږ په داسې حال کې د بشر حقونو نړیواله ورځ لمانځي چې هېواد مو یوې غاړې ته د بشري حقونو بنسټيز کولو لپاره مهم ګامونه اخیستي خو بلخوا لا هم له روان تپلي جنګه له ورپېښو ننګونو او د تېرو جنګونو له زیانونوخوندي نه دی.)

د افغان دولت په اساسي بنسټونو لکه ملي اردو او ملي پولیسو او همدارنګه عدلي او قضایي ارګانونو باور پیاوړی شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د بشري حقونو مدافعانو ته په خپله وینا کې وویل، هیله ده چې تاسو یوازې د بشري حقونو نه، بلکې د افغانستان د اساسي قانون د مدافعانو په نوم هم یاد شئ، ځکه هر څه چې د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې دي، په ښه او جامع ډول د افغانستان په اساسي قانون کېراغلي دي.

ولسمشر وویل، (موږ ټول په دې توافق لرو چې د عدالت تامین او د وګړیو د حقونو یوازنۍ لار د قانون حاکمیت دی. هغه زیاته کړه، په دې باب د ملي اجماع موجودیت په اساسي قانون او د خپلو رسنیو په بحث کې لیدلی شو.نن زموږ خلک ۱۵ کاله پخواني خلک نه دي، د خپلو حقونو په اړه پوره پوهه او د عدالت د تامین لپاره رسا غږ لري.)

محمد اشرف غني وویل، د بشري حقونو له مقامه خبرېدل او د بشري حقونو ارزښتونو باندې باور د دغو ارزښتونو د تطبیق او تحقق لپاره لومړی پړاو دی. په دې مسیر کې وروستي ګامونه له قانوني لارو د دې قواعدو د رعایت لازمي کول او د اجرایي میکانیزمونو ایجاد او همدارنګه د هغه ضمانتي میکانیزمونه ديچې د بشري حقونو موضوع له خیال او هیلو څخه په عملي بهیر بدله شي.

هغه په ټینګار وویل، باید دا ډاډ په خلکو کې رامنځته شي چې د هغوی په خصوصي حریم تعرض ممکن نه وي او همدارنګه به ونه -شي کولای چې عمومي حوزې ته لاس وغځوي.

ولسمشر دې‌ ته په اشارې چې ځینې تهدیدونه مو په هېواد کې شاته پرېښي دي وویل، د دې شاهدان یوو چې د دولت په اساسي بنسټونو لکه ملي اردو او ملي پولیسو او همدارنګه عدلي او قضایي ارګانونو باور پیاوړی شوی دی. او همدارنګه ورځ په ورځ د مدني ټولنې توانمندي د بیان له ازادۍ سره د بنسټيکېدو تر څنګ او د مطبوعاتو او رسنیو وېښونکی رول، د قانون ماتولو او د بشر حقونو د نقض کچه د جنګي شرایطو په نسبت په پام وړ توګه کم کړی دی.

هغه وویل، پر دې سربېره نن هره پالیسي، برنامه او قانون چې حکومت یې تدوین او تصویبوي د بشري حقونو لید او د هغوی په الزامیتونو ولاړ دی.

هغه وویل، موږ په تېر یو کال کې د قانون جوړونې برخې ته زیات پام کړی اوپه ډاډ ویلی شم چې د دې قوانینو وضعه کول د بشري حقونو موازینو ته د درناوي په روحیه، د اساسي قانون چوکاټ او د دغو ارزښتونو په پراختیا کې دي.

د افغانستان په قضاییه قوه او لویه څارنوالي کې اصلاحات په دې نیت راغلي دي چې د بشري حقونو رعایت ته جدي توجه وشي او د جرمونو او ظلمونو قربانیان عدالت احساس کړي۰

محمد اشرف غني څرګنده کړه، په کومه اندازه چې د مدني او سیاسي حقونو انکشاف او ساتنه د حکومت له مکلفیتونو څخه ده، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي حقونو ته د خلکو د لاسرسي ښه‌والی هم د ودې او هوساینې اساسي مبنا ده.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د انکشاف او سولې ملي پلان چې په راتلونکیو څلورو کالو کې د هېواد پرمختیایي تګلوری ټاکي چې بروکسل کې زموږ د بین المللي همکارانو د مالي ملاتړ لامل شو، له همدې لید سره دویم نسل ته د بشري حقونو ارزښتونه بنسټي شوي چې زموږ خلکو ته مستمر او متوازن انکشاف تامین کړي.

ولسمشر د بشري حقونو د دفاع، پیاوړتیا او موثر ملاتړ لپارهد موثرو او تاثیر لرونکو عدلي او قضایي بنسټونو اړتیا ته په اشارې وویل، د خوشحالۍ ځای دی چې د هیواد په قضاییه قوه او لویه څارنوالي کې اصلاحات په دې نیت راغلي دي چې د بشري حقونو رعایت ته جدي توجه وشي او د جرمونو او ظلمونو قربانیان عدالت احساس کړي۰

ولسمشر غني وویل، د خلکو د ژوند په مقابل کې بي پروايي او په دې برخه کې د طالبانو او د هغوی د همفکرانو اعمال، نه یوازې دا چې د منل شویو بین المللي میثاقونو، بلکې د اسلامي شریعت د تعلیماتو سره هم په څرګنده توګه په تضاد کې دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، خوشحاله یم چې عدالت ته لاسرسي اسانه شوی او ورځتر بلې ښه کېږي. هغه ډاډ ورکړ، نن یو ځل بیا تاسې ته ډاډ درکوم چې د خلکو حقونو د ملاتړ په دغو کلیدي ادارو کې به د اصلاحاتو لړۍ ته ادامه ورکړو. هغه زیاته کړه، قانون لومړی په ما او بیا د هېواد په ټولو خلکو تطبیقېږي ، ځکه دا د افغانستان د خلکو اجماع او غوښتنه ده.

هغه په ټینګار سره وویل، هیڅوک له قانون لوړ نه دی او زیاته یې کړه،د بشري حقونو د مدافعانو ملاتړ د حکومت او د هیواد د عدلي او قضایي ارګانونو یو مکلفیت دی۰

ولسمشر دې ته په اشارې چې زموږ په ټولنه کې د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو د تطبیق یو لوی ملاتړ ، د اسلام د مبین دین لوړ ارزښتونه دي چې په فقه او اسلامي شریعت کېمنعکس شوي دي. هغه وویل،موږ پوهېږو چې زموږ په پاک دین او شریعت کې د انسانانو د سر او مال او عزت په ساتلو باندې ډېر تاکید شوی او د اسلامي فقهې تقنیني احکامو د انسانانو د حقوقو د دفاع لارې چارې تضمین کړي دي.

محمداشرف غني وویل: حق الله د حکومت وظیفه ده، خو حق العبد هیڅوک نشي بښلی، دلته باید بشپړ وضاحت موجود وي. هغه زیاته کړه، دولت د هیڅ معاهدې او موافقې له مخې اجازه نه لري چې حق العبد وبښي، ځکه دا زموږ د دین فرمان او امر دی چې موږ یې د هېواد د اساسي قانون سره سم پلي کولو ته ژمن یوو.

ولسمشر غني وویل، د خلکو د ژوند په مقابل کې بي پروايي او په دې برخه کې د طالبانو او د هغوی د همفکرانو اعمال، نه یوازې دا چې د منل شویو بین المللي میثاقونو، بلکې د اسلامي شریعت د تعلیماتو سره هم په څرګنده توګه په تضاد کې دي.

جمهوررئیس د کندهار ولایت د هوايي ډګر د پنځو کارکوونکو وژلو ته په اشارې وویل: هغه بې غیرته چلند چې خونکارانو په دې وروستیو ورځو کې په کندهار کې وکړ او د هوایي ډګر پنځه کارکوونکې یې شهیدانې کړې، له دین او عقیدې سره د ترورستانو د نا اشنایي او د دیني تعلیماتو د غلط تفسیر نتیجه ده۰

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، موږ په تېرو پنځلسو کالو کې ولیدل چې تروریستانو په جوماتونو ځانمرګي بریدونه وکړل د ماشومانو په ګډون یې په سپین ږیرو او دیني علماوو هېڅ رحم ونه کړ.

هغه وویل، د ترورستي ډلو ځینې اعمال د بشریت په خلاف جنایت او جنګي جرایمو صریح مصداق بللای شو۰

هغه وویل: اخر هم عدالت پلی کېدونکی دی، د بشر پر حقونو تېری او د الهي شریعت حریم ماتول به بې ځوابه پاتې نشي. دا زموږ د دین پیغام دی چې تل یې د عدالت امر کړی دی او د جرم او جنایت ارتکاب یې منع کړی دی، همدارنګه یې مظلومانو او ځپل شویو ته زیری ورکړی دی چې ناهیلي نشي او باور ولري چې د هغوی آه او فریاد به ضایعه نشي.

ولسمشر غني وویل: د افغانستان دولت ځان موظف ګڼي چې په خپل ټول توان د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن پاتي شي او هغه کسان چې د بشر د حقونو د دفاع په لاره کې هڅه کوي ملاتړ به یې کېږي او په افغانستان کې د بشر د حقونو د بنسټي کېدو په موخه به ټول لازم تدابیر نیسي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان دولت یو مسوول او ځواب ورکوونکی دولت دی، له پخوا څخه راپاتې ترخو تجربو ته په پام دغه برخه کې په هېڅ وجه نه غواړي شاته تګ وکړي او موږپه هېواد کې د بشر د حقونو د سرغړونو د قربانیانو د یاد ورځو نمانځنو ته اړتیا ونه لرو.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسې سیماسمر خبرې وکړې او د یاد کمیسیون لاسته راوړنې یې یادې کړې وې ویل: موږ په افغانستان کې د بشر د حقونو د وضعیت د ښه‌والي شاهدان یوو.

هغې زیاته کړه: هغه بنسټونه چې د ښځو، ماشومانو، معلولیت لرونکو وګړو د حقونو او د آزادو رسنیو لپاره کار کوي، دا ټول د بشر د حقونو مدافعان دي ځکه چې د یوې ولسواکې او له تاوتریخوالي پاکې ټولنې لپاره د بشري ارزښتونو د دفاع سفیرانو ته اړتیا لرو.

سیما سمر څرګنده کړه، په شخړو او جنګ کې ښکېلو هېوادونو کې چې د بشري حقونو د ارزښتونو د بنسټي کولو لپاره د قانون حاکمیت قوي نه وي، نو هلته قربانۍ ته اړتیا ده، ځکه نو موږ د بشر د حقونو د مدافعانو قربانۍ ته په افغانستان کې په درنه سترګه ګورو او تمه لرو چې حکومت د هغوی ملاتړ او قدر وکړي.

هغه په امنیتي، د ښځو حقونو، ماشومانو حقونو، معلولیت لرونکو افرادو حقونو، دولتي موقعیتونو څخه ناوړه ګټې، د معتادینو بشري حقونو وضعیت، اداري فساد، عدالت ته لاسرسي څخه محروموالي، ښې حکومتولۍ د سولې په مذاکراتو کې د عدالت او د قربانیانو حق ته د نه پاملرنې په برخو کې د یاد کمیسیون اندېښنې مطرح کړې او په دې برخو کې یې د حکومت د زیاتې توجه غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG