د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دغه کسان له ترهګرۍ سره په تړلو پېښو، بې ګناه انسانانو او امنيتي چارواکو په وژنه کې ککړ وو اوپر دوی په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي په دې ترهګرو کې هغه هم شامل دي چې د چارسدې په باچاخان پوهنتون، بونير کې پر يوې تعليمي ادارې، مېريټ هوټل او نورو يو شمېر ځايونو باندې په بريدونو کې ککړ وو. د چارواکو په خبره دې حملو کې ۳۲۵ کسان وژلي او ۳۶۶ يې ژوبل کړي دي.
په پاکستان کې د(قامي اېکشن پلان) له مخې پوځي عدالتونه جوړ شول او دغو عدالتونو يوشمېر وسله والو ته د مرګ سزا ورکړې خو په يادو پېښو کې د اکثره وژل شوو کسانو کورنۍ اوس هم د دغو پېښو د ازادنه پلټنو غوښتنه کوي.
میندې د پېښور سکول پېښې پلټنو لپاره عدالت ته لاړې
د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ سپېکر اسد قیصر پرون مشال ريډيو ته وويل چې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره ضروري ده چې مرکزي حکومت په قامي ايکشن پلان په سختۍ سره عمل وکړي.
(پر دې پلان په سختۍ سره د عمل ضرورت دی. ډير خلک پري پوښتنې راپورته کوي. د دې پلان مقصد يوازې د ترهګرو پر ضد پوځي عمليات نه دي بلکې ډير نور کارونه هم پکي شامل دي چې بايد وشي.))
د يادونې ده چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ځپلو لپاره په شلو نقطو مشتمل يوه نوې پاليسي جوړه کړه چې د قامي ايکشن پلان نوم يې ورته ورکړ.
اپوزيشن ګوندونه د پاکستان پر مرکزي حکومت نيوکې کوي چې دغه پلان يې سم نه دی عملي کړی او د ترهګرو ډلو خلاف يې بې توپيره عمليات نه دي کړي خو د پاکستان مسلم لېګ (ن) مرکزي حکومت دا نه مني.
پر پېښور آرمي پبلک سکول حملې زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه چې د دې کسانو د پانسي کېدو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
د پېښور سکول بريد قربانيانو دوهم تلين په وخت د تعليم عامولو لپاره ناسته