د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حلب له ختیزه خلک وځي


د سوریې په حلب ښار کې د حکومت مخالفینو تر ولکې لاندې له وړو سیمو د خلکو اېستلو عملیات روان دي.

د سوریې دولتي ټېلیویژن او فعالانو ویلي چې د زیارت ورځ هم د حلب له ختیزې برخې له خلکو ډک پنځلس بسونه چې پکې د مخالفینو د کورنیو غړي ول له ښاره ووتل.

د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزیر ویلي دا قانع کوونکي ده چې جګړه لږ تر لږه بندېدلی شي خو باید په ټولو سیمو کې اوربند پلی شي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د روسیې له ملاتړه برخمنو پوځیانو په لاس د مخالفینو کنټرول لاندې سیمو له نیولو وروسته ویلي چې د حلب تر ازادۍ وروسته به وضعیت بدل وي.

که څه هم د سوریې حکومت او ملاتړي روسیې یې د حلب له ختیزې برخې د مخالفینو تر ولکې لاندې له وړو سیمو د خلکو خوندي اېستلو ضمانت ورکړی خو رویټرز آژانس راپور ورکړی چې د پنجشنبې/زیارت ورځ د وتونکیو خلکو پر کاروان حمله شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت ویلي مخالفین او کورنۍ یې د سوریې په شمال ختیځ کې ادلیب ښار ته چې د حکومت له کنټروله بهر دی استوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل داسې ښکاري چې په حلب کې اوربند شوی خو باید نړیوال نور هم فشار زیات کړي چې د سوریې په نورو برخو کې هم اوربند ته غاړه کښېږدي.

(په حلب کې چې څه شوي، هېڅ د منلو نه دي. لا هم په لسګونه زره کسان د حلب په یوه وړه سیمه کې بند پاته دي. یواځینی څه چې ټول به یې وویني هغه دا دي چې په حلب کې همدا وړه سیمه به په یوې بلې سرېبرینیڅه[په دې سیمه کې په ۱۹۹۵ کال کې د بوسنیا په جګړه کې عامه وژنه شوې وه] واوړي.)

کېري ټینګار وکړ که ایران او روسیه وغواړي، کولای شي اوربند ټینګ وساتي چې د ولسي وګړو ژوند وژغورل شي او لږ تر لږه جګړه بنده شي.

د سوریې په تر ټولو لوی دویم ښار یانې حلب کې د حکومت پلویو او مخالفو جنګیالیو تر منځ جګړې څلور کاله دوام وکړ او دا ښار یې په کنډواله بدل کړی دی.

د سوریې جمهور رییس بشار اسد پرون په یوه ویډیويي پیغام کې چې په دمشق کې د یوه مبایل په واسطه ثبت شوی د حلب ښار د نیولو په اړه خپلو پوځیانو ته په خطاب کې ویلي:

(موږ د شوروي اتحاد د سقوط او تر هغې وړاندې وضعیت توپیرولی شو. فکر کوم د حلب تر ازادۍ وروسته به ووایو چې نه یواځې د سوریې وضعیت بلکې د سیمې او ټولې نړۍ حالت به بل شان وي. دلته وخت تاریخ جوړ کړ او حلب هم په یوه تاریخ بدل شو.)

د پنجشنبې ورځپه حلب کې د اوربند ټينګېدو په اړه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د اروپايي ټولنې تر یوې غونډې مخکې په بروکسل ښار کې په روسیې انتقاد وکړ چې د حلب د بیا نیولو لپاره یې سوریايي پوځیان پیاوړي کړي دي.

په حلب کې مخالفینو له ۲۰۱۲ کال راهیسې ډېرې سیمې تر ولکې لاندې کړې وې خو په دا وروستیو کې یې د روسیې له ملاتړه برخمنو سوریايي پوځیانو سره د مقابلې توان تر ډېره له لاسه ورکړ او پراخې سیمې دولتي عسکرو ترې ونیولې.

صفي الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG