د لاسرسي ځای

صاحبزاده حمیدالله په ناروغۍ کې هم د پښتنو لپاره کتابونه لیکل


په پښتو کې د صاحبزاده صاحب کتاب ؛پښتانه شخصیات؛ نه یوازې زیات لوستل شوی دی بلکې د پښتنو مشرانو په اړه د مقالو دا کتاب داوخت د اېم اې پښتو د سلېبس برخه هم ده.

د بلوچستان نامتو لیکوال، ادیب، شاعر محقیق، نقاد او استاد صاحبزاده حمیدالله په ۱۹۳۷ کال د فیض اباد کلي د پېش امام صاحبزاده عبدا لرحمان آغا په کور کې زیږېدلی ووـ صاحبزاده لومړنۍ زدکړي د پښین په لوی ښوونځي کې ترلاسه کړې وې.

له دولسمه بیا ترڅوارلسم تولګې پوري زدکړي یې د کوټې له ساینس کالجه کړې وي ـ د لوړو زدکړو لپاره صاحبزاده صاحب د پنجاب پوهنتون لاهور ته تللی وو او له هغه ځايه یې په عربې، فارسي، اردو، پولیټیکل ساینس، اسلامیات اوتاریخ کې اېم اې ګانې کړې وې.

له زدهکړو تر فارغېدو وروسته صاحبزاده حمیدالله په ۱۹۶۲ کې دګلستان په عنایت الله کاریز په ښوونځي کې د اېس اېس ټي استاد وګمارل شوـ

د هغه د ټول ژوند شتمني بس همدغه د پښتو ژبې خدمت کول او په پښتو ژبه کې کتابونه چاپول وو. هغه چې به یو څو پيسې وموندلې نو به یې خپل کتاب په چاپ کړ. اوس هم د هغه دوه درې کتابونه په چاپخانه کې د پیسو د کمښت له وجې پراته دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړی او اوسنی صوبايي وزیر ‌ډاکټرحامدخان د صاحبزاده حمیدالله په لومړنیو شاګردانو کې وو.

په۱۹۸۱ م کال صاحبزاده صاحب د چمن کالج پرنسپل وګمارل شو او ۵ کاله د پښین د ډګري کالج د وایس پرنسپل په توګه تېرکړل.

پرصاحبزاده حمیدالله صاحب باندي په ۱۹۹۳ کې د فالج حمله وشوه چې له امله یې هغه په ۱۹۹۵ کې له کاره ځان ګوښه کړ. خو د لیک اولوست لړۍ یې پرې نه کړله. هغه ډېری کتابونه د خپلې ناروغۍ په دغه ۲۴ کلنه موده کې ولیکل. د صاحبزاده صاحب څه باندې سل کتابونه چاپ ته راوتلي دي. د هغه زوی پروفېسر عتیق الرحمان چې صاحبزاده صاحب د پښتوترڅنګ په عربۍ، فارسۍ، انګرېزۍ او اردو ژبو کې هم لیکنه او شاعري کوله.

د هغه د ټول ژوند شتمني بس همدغه د پښتو ژبې خدمت کول او په پښتو ژبه کې کتابونه چاپول وو. هغه چې به یو څو پيسې وموندلې نو به یې خپل کتاب په چاپ کړ. اوس هم د هغه دوه درې کتابونه په چاپخانه کې د پیسو د کمښت له وجې پراته دي.

په پښتو کې د صاحبزاده صاحب کتاب ؛پښتانه شخصیات؛ نه یوازې زیات لوستل شوی دی بلکې د پښتنو مشرانو په اړه د مقالو دا کتاب داوخت د اېم اې پښتو د سلېبس برخه هم ده. د دې ترڅنګ د ؛کړک کشکې؛، تور پر سپین، ؛اوښکې مرغلرې؛ یې هم له غوره کتابونو ګڼل کېږي. دغه ډول نوموړي په اردو کې ؛فن اور ټېکنیک؛ هم نه هېرېدونکی کتاب لیکلی دی چې دا وخت داېم اې اردو د نصاب برخه ده.

په کوټه کې د پښتو اکاډیمۍ مشرسید خیر محمد عارف وايي، چې صاحبزاده صاحب په خپل ژوند کې چې و هر کار ته به یې ملا وتړله نو هغه یې هرومرو سرته رساوه.

هغه زموږد ټولنې یو ډېر لوړ شخصیت وو چې د خپل ادبي خدمت په ترڅ کې زموږ ټولنې ته تر سلو زیات کتابونه ډالۍ کړي دي. او د یادلو خبره دا ده چې هغه خپل هر کتاب تر وسه وسه لوستونکیو ته رسولي ول. د صاحبزاده صاحب غوندې خلک زموږ په ټولنه کې ډېر کم پیدا شوي دي. چې دا دومره ډېر کار وکړي او په ملنګي کې یې وکړي. هغه نه په دا لویي کوله او نه یې فخر کاوه.

صاحبزاده صاحب به هرسهار خپلو زامونو له کوره په موټر کې د پښین بازار ته رساوه او نوموړي به په دا ناروغۍ کې په موټرکې ناست او لیک به یې کاوه. سید محمد عارف زیاته کړه که (زه دا ووایم چې د خپل اولاد ګوله یې د پښتو ژبې د ودې او پرمختیا لپاره خرڅوله نو دا به غلطه نه وي.)

د بلوچستان نامتو لیکوال، ادیب، شاعرمحقیق ، نقاد او استاز صاحبزاده حمیدالله د ۸۰ کلو په عمرکې دسېشنې ورځپه خپل کلي فیض اباد پښین کې په حق ورسېدلو او هم د هغې ورځې په ماسپښين خپله پلرنۍ هدیره کې خارو ته وسپارل شو.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG