د لاسرسي ځای

تازه خبر

رافعه قسیم د بمونو شنډولو اداره کې لومړنۍ پاکستانۍ


د خېبر پښتنوخوا رافعه قسیم بېګ د بمونو شنډولو په څانګه کې شامله شوی د پاکستان لومړۍ ښځینه پولیس اهلکاره ده.

له پېښور سره تعلق لرونکې رافعه دا وخت د خېبر پښتونخوا د بمونو شنډولو په يو تربيتي سکول کې روزنه تر لاسه کوي چې په راتلونکي کې به د صوبې په بم ډسپوزل يونټ کې عملي کار پيلوي.

دېرش کلنې رافعه قسيم په کال ۲۰۰۹ کې د پولېسو نوکري پيل کړه۔رافعه وایې چې د انساني ژوند بچ کولو په جذبه د بمونو شنډولو تربيت تر لاسه کوي.په یوه عادياو بي ډی ايس پوليس اهلکار کې د فرق په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې رافعې مشال ریډیو ته وویل:

"په بي ډي ایس کې د ډېرو انسانانو ژوند بچ کیږي. " رافعه قسیم

(( ګورۍ عام پوليسو ته يو کس ورځي اود يو کس خدمت کیږي.خو بی ډی ايس کې يو بم شنډول وي،د هغې پېژ ندګلو يا د هغې په اړه پوهه ورکول وي چې له دې به ځان څنګه ساتو او کومې احتياطي لاري به خپلوو. نو په دې کې تاسو د ډيرو انسانانو شوند بچ کوۍ))

د بمونو شنډولو د سکول مشر ايس پي نياز يوسفزیي وایي چې خېبر پښتونخوا له ترهه ګرۍ او سخت دريځۍ سره مخامخ ده نو په داسې حال کې له ښځينه پوليسو بغير د ترهه ګرۍ خلاف عمليات یې نيمګړي وي.

هغه وویل دا د وخت ضرورت دې چې ښځينه پوليس د دوی د ډلې برخه جوړه شي:

" دا لومړۍ زنانه ده چې د بم ډسپوزل تربیتي کورس کې شامله شوی ده. له دې سره اوس یو بنیاد کېښودل شو. " ایس پي نیاز یوسفزيي

(( تر اوسه دا لومړۍ زنانه ده چې د بم ډسپوزل تربيتي کورس کې شامله شوې ده او په دې اړه دلته خپلې زده کړې تر لاسه کوي.مخکې څوک ښځينه اهلکاره په دې کې نه وه شامله. له دې سره اوس يو بنياد کيښودل شو.په دې به مخکې کار کيږي نور خلک به هم رازي. له دې ګام سره به ښځینه پوليسو ته د نارینه ؤبرابر موقعې تر لاسه شي او ټولې نړۍ ته به يو ښه پيغام ورکړي.دلته به د خيبر پښتونخوا ايليټ ښځينه پوليس اهلکارې هم رابلل کیږي. ))

رافعه وايي چې د پوليسو په ۸ کلنې نوکرۍ کې يې بېلا بېلې وظيفې تر لاسه کړې دي او د نارينه پوليس همکارانو سره یې د پلټنو په عملياتو کې هم برخه اخستې ده.

د رافعې په خبره په ټولنه کې د ښځينه پوليسو کردار ډېر مهم دې خو اوس هم د ښځينه پوليسو قدر نه کیږي.

((د خيبر پښتونخوا په ټولنه کې اوس هم داسې خلک شته چې د ښځو لپاره د پوليسو کار ښه نه ګڼي اووايي چې ښځو له دې شعبې ته راتلل نه دي پکار. نو دا يوهپريشاني وي.بله دا چې کله موږ په يونيفارم کې بهر ګرځو نو عام ولس موږ ته بدې ردې وايې))

رافعه وايې چې د بمونو شنډولو تربیت اخیستو وروستهبه په بم دسپوزل يونټ کې عملي کار پيلوي.

د خيبر پښتونخوا دوه کروړه شپيته لکه آبادۍ لپاره دا وخت تر شپږ نيم سوو کمې ښځينه پوليس اهلکارې کار کوي.

XS
SM
MD
LG