د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز خټک: "په سرکاري ادارو کې مو بدلون راوستی"


وزیراعلا پروېزخټک
وزیراعلا پروېزخټک

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک وايي د خپلو ژمنو سره سم یې په دې صوبه کې یو شمېر بدلونونه وکړل.

د اتوار په ورځ د سوات په بلوګرام کې یوې جلسې ته د وینا په وخت نوموړي وویل چې په دې اړه ولس ته د خپل موقف رسولو لپاره به د صوبې د بېلا بېلو سیمو دورې کوي.

پروېز خټک زیاته کړه چې تر دې دمه یې په یو شمېر ادارو کې قانوني بدلونه وکړل:

(( اولنی قانون مو حکومتي معلوماتو ته د رسايي په اړه منظور کړی چې اوس هرڅوک د وزیراعلا او وزیرانو ترڅنګ د هرې ادارې معلومات غواړي نو د دې قانون ترمخه به یې ترلاسه کولی شي. بل قانون مو پاس کړی چې وزیراعلا، وزیران او نور حکومتي چارواکي داسې کاروبار نه شي کولی چې له خپلو څوکیو ورته د ګټې اخیستو امکان وي.))

پروېز خټک همدا راز وویل تمه کوي چې ولس به د موجوده صوبايي حکومت کارکردګي پخپله ویني:

((په تېرو خوا اوشا درې نیمو کلونو کې مې بېلا بېلو ادارو کې اصلاحات راوستل. په پټواريانو مې سختي شورو کړې. د سکول په استادانو مې سختي شورو کړې. په ډاکټرانو نظر ساتم او تنخاګانې مې ورته زیاتې کړې چې اوس به د صوبې په یو هسپتال کې هم ډاکټران غېرحاضر نه وي.))

وزیراعلا پروېز خټک په دغه موقع په سوات کې د صوبايي اسمبلۍ یو اتیایمې (۸۱) حلقې لپاره د یو شمېر پرمختیايي منصوبو اعلان هم وکړو. ځايي خلکو وویل دوی به هغه وخت مطمینیږي چې دا اعلانونه عملي شي.

بلخوا د یادې حلقې په لسګونو خلکو د دې جلسې پرمهال یوه احتجاجي مظاهره وکړه. د احتجاجیانو یو مشر محمد فاروق مشال رېډیو ته وویل دوی بیا بیا له حکومته غوښتنه کړې وه چې له بیش پنډه تر ساګړ کنډوه سړک دې ورته جوړ کړي خو د پرمختیايي منصوبو په اعلان کې د دوی غوښتنه نه ده شامل کړل شوی.

XS
SM
MD
LG