د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د قندیل بلوڅ د مقدمې اورېدنه پیل کړه


قندیل بلوڅ
قندیل بلوڅ

د پاکستان پارلیمان په ملک کې د ناموسي وژنو زیاتوالي او قندیل بلوڅ تر وژل کېدو وروسته د ناموسي وژنو او جنسي تیرو د مخنیوي قانون په تېر اکتوبر میاشت کې منظور کړی وو.

اسلام اباد: د پاکستان د پنجاب صوبې د ملتان ضلعي عدالت د دسمبر پر پنځمه د اداکارې قندیل بلوڅ د وژنې مقدمې اورېدنه پیل کړې ده. عدالت په دې مقدمه کې د نوموړې د ورور په ګډون پر درې کسانو د وژنې جرم عاید کړی دی.

په دې مقدمه کې تورن شویو د قندیل بلوڅ ورور وسیم تر څنګ حق نواز او عبدالباسط نومي نورو دوو کسانو هم د عدالت په وړاندې د جرم له منلو انکار کړی دی.

د قندیل بلوڅ د مقدمې سرکاري وکیل جام صلاحدین مشال راډیو ته وویل چې عدالت پولیس ته پر اتم دسمبر د مقدمې د مکمل چالان او د ګواهانو د وړاندې کولو حکم ورکړی دی.

د جام صلاحدین په وینا ، د قندیل بلوڅ ورور وسیم او یو رشته دار حق نواز د وژنې ملزمان دي.

هغه وویل ، له موږسره د دې ملزمانو پرضد پر ساینسي بنیادونو د طب قانوني ازموینې ثبوتونه موجود دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې کېس کې دوی له جدید تېکنیکه کار اخیستی دی هغه ځکه چې د ده په وینا دا د ناموس په نوم د وژنې کېس وو او له وړاندې یې منصوبه بندي شوې وه.

جام صلاحدین دا هم وویل چې په دې مقدمه کې د پولیسو لخوا چې کوم رپورټ وړاندې شوی دی په هغه کې د وژل شوې اداکارې درې واړو وروڼه او مفتي عبدل قوي هم په ملزمانو کې شامل کړل شوي دي خو خو پولیسو لا هم هغوی نه دي نیولي.

قندیل بلوڅ د۲۰۱۶م کال په جولايي میاشت کې په خپل کور کې وژل شوې وه چې هغه وخت یې ورور د وژلو زمه واري منلې وه.

د پاکستان پارلیمان په ملک کې د ناموسي وژنو زیاتوالي او قندیل بلوڅ تر وژل کېدو وروسته د ناموسي وژنو او جنسي تیرو د مخنیوي قانون په تېر اکتوبرمیاشت کې منظور کړی وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن – اېچ ار سي پي – مشره زهرا یوسف وایي ، په پاکستان کې د ناموسي وژنو کېسونه زیات شوي دي او تر څو چې حکومت د دې د مخنیوي لپاره جدي ګامونه نه وي پورته کړې تر هغو په دې کې کمی نشي راتلای.

د زهرا یوسف په وینا ، که د قندیل بلوڅ وژنې په مقدمه کې سزاګانې ورکړل کیږي نو دا به د ناموسي وژنو د مخنیوي په لړ کې یو مثالي مقدمه وي.

نوموړې وویل ، اوس به ګورو چې دا مقدمه څنګه مخ په وړاندې ځي او حکومت د انصاف په ورکړه کې تر کومه حده جدي دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې د ملک په بېلا بېلو برخو کې ۴۹۵ مېرمنې د ناموس په نامه وژل شوې دي.

د یاد سازمان رپوټ لیکي چې تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب کې رامنځ ته شوې دي چېري چې ۳۳۶ مېرمنې د ناموس په نامه وژل شوې دي.

د دې تر څنګپه وژل شوو مېرمنو کې ۵۱ په سیند کې ، ۴۹ په خیبر پښتونخوا کې ، ۲۸ په بلوچستان کې او یوه په ګلګت بلتستان کې وژل شوې ده.

د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمانونه وايي چې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا کې داسې پېښې زیاتې رامنځ ته کېږي خو په اړه یې رپوټونه مخې ته نه راخي.

د ناموسي وژنو د مخنیوي بل تر منظورۍ وروسته د پاکستان وزير اعظم نواز شريف ويلي وو چې د دې عملي کول به باوري کوي.

XS
SM
MD
LG