د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: طالبانو د یو زدکونکي په ځړولو ستر جنایت کړی


د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګ ولايت کې د طالبانو په لاس د يوه زده کوونکي په دار ځړول ستر جنایت بللی او پولیسو ته یې حکم کړی چې په دغه ځای کې دې د وسله والو خلاف سخت عمليات وکړي.

پرون دې وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د چک وسلوالۍ په سیوک کلي کې د جمعې په ورځ د خلکو مخکې په دار ځړول شوی دا ځوان فیض الرحمن نومېده چې د کابل په پوليتخنيک پوهنتون کې د انجنيرۍ پوهنځي د آخري کال زده کوونکی و.

يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې طالبان نوموړی د حکومت جاسوس يادوي او د خپلو دوو جګپوړو غړو په وژنه کې په لاس لرلو يې تورنوي خو د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمن منګل پرون شپه په دې اړه مشال ريډيو ته وويل چې فیض الرحمن د حکومت سره هيڅ قسم تړاو نه درلود، يوازې يو زده کوونکی وو او له کابله خپل کلي ته د کورنۍ لېدلو لپاره تللی وو.

په افغانستان کې وسله والو ډلې او په ځانګړي ډول طالبانو تر دې وړاندې هم ولسي خلک په ورته پلمو وژلي دي. د افغانستان په یو شمېر لویو لارو په ځینو سیمو کې وسله والې ډلې د سپرلیو موټرونه ودروي او که د چا سره د حکومتي ماموریت کارت وویني نو نیسي یې. له هم دې امله د افغانستان د مرکز کابل او لرې پرتو ولایتونو ترمنځ د زمکني سفر پر مهال خلک د وېرې احساس کوي.

XS
SM
MD
LG