د لاسرسي ځای

د اشیا زړه کانفرانس کې د ترهګرۍ په ځپلو خبرې وشوې


د اسیا زړه د تېرکال غونډه چې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

نن د هندوستان په امرتسر کې د افغانستان په اړه ايشيا زړه کنفرنس پيل شو. په پېل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندي وزيراعظم نريندرا مودي خبرې وکړي او د ترهګرۍ د ځپلو تر څنګ يې د اقتصادي اړيکو په زياتولو زور راوړ.

د هند وزيراعظم نريندرا مودي وويل:

« موږ باید د ترهګرو د شبکو خلاف له زړه کار وکړو چې په افغانستان کې د وینو توییدا او وېرې ترې خورولو عمده وجه ده. د افغانستان امن او ثبات ته د بهر نه لوی خطر پېښ دی.»

افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وينا کې وويل چې افغانستان کولی شي د اقتصادي ګټو لپاره د پل په توګه وکاريږي. تر دې مخکې د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز افغان ولسمشر او هندي وزيراعظم سره ملاقات وکړ.

افغانستان پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تور لګوي خو هغوی يې ردوي او وايي چې د افغانستان استحکام د پاکستان لپاره هم مهم دی. د ایشیا زړه کانفرانس کې له ګډون نه مخکې د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي وو، په دغه کانفرانس کې ځکه ګډون کوي چې د افغانستان موضوع ورته مهمه ده.

د افغانستان په اړه د ایشيا زړه په نامه کانفرنس کې د څلويښتو هيوادونو د بهرنيوو چارو وزيران او لوړپوړي استازي ګډون کوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG