د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه په هند کې اسیا زړه شپږم کنفرانس پیلېږي


په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس برخوال. ۹ سپټمبر ۲۰۱۵
په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس برخوال. ۹ سپټمبر ۲۰۱۵

کنفرانس د هند په کوربه توب په امرتسر کې راتلونکې یکشنبه پیلېږي چې تمه ده افغان ولسمشر او د هند وزیر اعظم هم پکې وینا وکړي.

د افغانستان ګاونډي او ملاتړي هېوادونه به تر دوو نورو ورځو د اسیا زړه هېوادونو– استانبول بهیر په شپږم کنفرانس کې د افغانستان امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د پنجشبنې په شپه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې د کنفرانس اجنډا د ننګونو څېړنه، له ترهګرۍ سره د مبارزې ګډه ستراتيژي او اقتصادي پرمختګونه هغه مسایل دي چې تمه ده دا ځل د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې پرې خبرې وشي.

پروسږ کال د اسیا زړه هېوادونو په پنځم کنفرانس کې چې اسلام اباد یې کوربه و تروریزم نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره ګواښ وبلل شو او ورسره د مبارزې لپاره د یوې ګډې ستراتیژۍ پر جوړولو موافقه وشوه.

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي تېره چارشنبه د شپږم کنفرانس د امادګۍ په غونډه کې وویل چې تمه ده په یاد کنفرانس کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتیژي تصویب شي.

ابدالي: تمه ده یاد کنفرانس کې له تروریزم سره د مبارزې ستراتیژي تصویب شي.
ابدالي: تمه ده یاد کنفرانس کې له تروریزم سره د مبارزې ستراتیژي تصویب شي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د شااوخوا څلوېښتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نړیوالو سازمانانونو د استازیو کوربه توب کوي.

د اسیا زړه هېوادونو– استانبول پروسه د افغانستان په وړاندیز د ترکیې په همکارۍ پیل شوه چې لومړی کنفرانس یې په ۲۰۱۲ کال کې په استانبول کې جوړ شو.

له ترهګرۍ سره مبارزه، سوداګري، سیمه ییزه اقتصادي همکاري، له پېښو سره مبارزه او د لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ هغه مهم اصول دي چې د اسیا زړه هېوادونو غړي یې یو یو په پلیکېدلو (تطبیق) مکلف ګڼل شوي دي.

خو ایا د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس افغانستان ته څه ګټې کړي؟ په تېره چې دا ځل هند د دغه کنفرانس کوربه دی؟

همدا پوښتنه د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانکزي ځواب کړې ده:

ستانکزی: له دې کنفرانس نه باید استفاده وشي.
ستانکزی: له دې کنفرانس نه باید استفاده وشي.

"دا وار تفاوت دا دی چې د دې غونډې کوربه توب د هند دولت کوي چې هغه په ستراتيژیک لحاظ د پاکستان له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی، زه فکر کوم که هندیان وکړای شي چې له لازمو میتودونو څخه استفاده وکړي چې دا کنفرانس مؤثر نتایج ولري، زه هیله من یم لوړپوړي افغان چارواکي چې په دغه کنفرانس کې ګډون کوي له همدې مسلې لویه استفاده وکړي، خو دې ټکي ته باید پام ولرو چې داسې ناستې د افغانستان څو لسیزې ستونزې په یو وار نشي حلولی."

ستانکزي وویل ممکن د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس تر اوسه تخنیکي لاسته راوړنې کړې وي، خو په عمل کې د افغانستان ثبات لپاره تر اوسه هېڅ سنجولی ګام نه دی پورته شوی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG