د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان میشتي افغان کډوال به په ۲۰۱۷ ستانه کړل شي'


د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال به د راتلونکي کال تر پایه خپل هېواد ته ولېږل شي.

د پاکستان سرکاري راډيو د یو خبر له مخې د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ويلي دي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاته کېدو موده د ۲۰۱۷م کال تر پایه غځول شوې ده. د بلوڅ په خبره پاکستان، افغانستان او د ملګرو ملتونو کډوالو چارو های کمېشنر په دې اړه اتفاق ښودلی دی.

"په ژمي کې د افغان کډوالو واپسي ځنډول شوی خو د راتلونکي کال د مارچ نه به یې ستنول واپس شورو شي. "عبدالقادربلوچ

نوموړی وايي چې د ژمي له امله د کډوالو ستنولو لړۍ ځنډول شوې ده خو د راتلونکې کال له مارچه به د دوی د ستنېدو بهیر شورو شي او هم په ۲۰۱۷م کې به ټول کډوال په درناوي خپل ملک ته ولېږل شي.

په سېفران وزارت کې د افغان امورو د څانګې مشرې فهمینه توفیق مشال راډيو ته وويل چې دا د حکومت پاليسي ده نو کډوال باېد ولاړ شي.

هغې زیاته کړه چې د کډوالو پاته کېدو موده د یو کال لپاره غځول شوې نو بيا له ټاکل شوي وخت سره سم د ټولو کډوالو واپسي ممکن ده.

فهمینه توفیق وویل حکومت تر اوسه یو کډوال هم په زوره خپل هېواد ته نه دی لېږلې او نه په راتلونکې کې داسې اراده لري. د هغې په خبره که د راتلونکې کال تر پایه ټول کډوال خپل ملک ته لاړ نه شينو هغه وخت به بيا حکومت یوه کړنلاره وټاکي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار شمېر ښيي دا مهال تر ۱۳ لکه راجستر او تر ۶ لکو نه زیات غېر راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. اداره وايي د روان کال د سر راهیسې له پاکستانه تر ۳۸۰۰۰۰ زيات راجستر افغان کډوال د ادارې د ستنېدو پروګرام لاندې خپل هېواد ته تللي دي. د دې سربېره تر ۲۵۰۰۰۰ غېر راجستر کډوال هم خپل ملک ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ويانده دنيا اسلم خان وايي،زياتره افغان کډوال غواړي چې خپل ملک ته ولاړ شي او د افغان حکومت لخوا هم افغان وګړیو ته ووېل کېږي چې خپل وطن ته راشي خو په لسو مياشتو کې ديارلس لکه راجستر کډوال خپل ملک ته لېږل ممکن نه دي.

يو اېن اېچ سي ار د سږني کال له جولاۍ د میاشتې راهیسې له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونكي هر راجستر افغان كډوال ته له درې نيم سوو (۳۵۰) ډالرو علاوه له دېرشو (۳۰) نېولې تر اويا (۷۰) ډالرو پورې سفر خرچ هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG