د لاسرسي ځای

په اعلامیه کې د جنرال غوري مړینه د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د خلکو لپاره ستر زیان بلل شوی دی.

له ارگه خپره شوې اعلامیه وايي چې د افغانستان د ۲۰۷نمبر قول اردو قوماندان جنرال محي الدین غوري د سېشنبې ورځ په یوه هوايي پېښه کې مړ شوی دی.

په اعلامیه کې د جنرال غوري مړینه د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د خلکو لپاره ستر زیان بلل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان محی‌الدین غوری د یوي هېليکاپټرې د رالوېدو په پېښه کې وژل شوی دی.
رادمنش دغه راز وايي چې په دغه پېښه کې چې په بادغیس ولایت کې رامنځته شوې د دغه ولایت د ملي امنیت او ولایتي شورا رئیسان ټپیان شوي دي.
رادمنش د دغې الوتکې د رالوېدو لامل تخنیکي ستونزه یادوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG