د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرل قمر جاوېد باجوه د پاکستان پوځ کمنداني سمبال کړه


د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه
د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه

د سېشنبې سهار د راولپنډې په جنرل هېډ کوارټر کې جنرل قمر جاوېد باجوه د پاکستان شپاړلسم پوځي مشر په توګه چارې سمبال کړې.

په پاکستان کې د پوځ مشر عهده درې کاله وي خو مخکې ځینې داسې پوځي مشران پاته شوي دي چې منتخیبو حکومتونو ورته د عهدې موده غځولې ده.

نوي پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د پنجاب صوبې ګوجرانواله ضلعې په ګکړ منډۍ سیمه کې د کرنل محمد اقبال باجوه په کور کې زیږېدلی او نوموړی د خپلې نوکرۍ پيل په ۱۹۸۰م کال کې په شپاړلسم بلوچ رجمنټ کې د کمېشن له حاصلولو کړی دی.

قمر جاوېد باجوه په کوټه کې د کمانډ اېنډ سټاف کالج او انفېنټري سکول کوټې علاوه په نېشنل ډېفنس یونیورسټۍ کې استاد هم پاته شوی دی او نوموړي له ۲۰۱۳ مه تر ۲۰۱۵ مه د پنډۍ انتهايي مهم ګڼل کېدونکي ۱۰ کور مشري هم کړې ده.

جنرل قمر جاوېد باجوه تر پاکستاني انتظام لاندې کشمير او شمالي علاقو په معاملاتو کې هم تجربه لري. دی په ۲۰۰۹م کال کې د مېجر جنرل تر جوړېدو ورسته په ګلګت بلتستان کې د انفنټري ډويژن مشري هم کړې ده. د دې ترڅنګه قمر جاوېد باجوه په نګرانۍ کې په دا ورستیو کې تربيتي مشقونه هم ترسره شول چې پر کنټرول کرښه د تاوترېخوالي له وجې تابيا شوي ول.

جنرل قمر جاوېد باجوه په ۲۰۰۷م کال کې په کانګو کې د ملګرو ملتونو په امن مشن کې برېګېډ کمانډ په توګه هم پاته شوی دی.

قمر جاوېد باجوه ته د خپلو خدماتو په عوض په ۲۰۱۱ کې هلال امتياز ورکړل شوی دی.

د نوي کمندانۍ سپارلو په دغه دستوره کې د پوځ پخواني مشر راحیل شریف په خپله وینا کې وویل چې په هره فېصله يې قامي ګټو ته لومړیتوب ورکړی او د ادارو په استحکام او برترۍ یې باور دی.

هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ ضد جنګ کې د پوځ په شمول اېف سي، لېویز، پولیس او عام ولس قربانیانې ورکړې او د ترهګرۍ پرضد جنګ یې تاریخي کړی دی.

ده وویل چې د منطقې حالات کړکېچن دي، او ملک ته ورپېښ چېلنجونه یې لا هم نه دي ختم شوي، په اوسنيو کلونو کې ترلاسه شوې کامیابیانې د استحکام لپاره ضروري دي چې ټول قوم او ادارې په ګډه کار وکړي.

جنرل راحیل شریف دا هم وویل چې د افغانستان امن او استحکام لپاره یې سنجیده او مخلصانه کردار ادا کړی او هلته د امن پرځایکولو لپاره ضروري ده چې دا مسله د سیاسي مفاهمت له لارې هواره کړل شي. په دې لړ کې زموږ د کوششونو په نړیواله او مقامي کچه ستاینه شوې ده.

ده دا هم وویل چې د هند لپاره د پاکستان د زغم تګلاره کمزوري ګڼل، خطرناکه ثابیتېدلی شي.

د پاکستان او چین ترمېنځه اقتصادي راهدارې په اړه جنرل راحیل شریف په خپله وینا کې زیاته کړه چې د سي پېک له لومړۍ قافلې ثابته شوه چې دا سفر اوس نه شي درېدلی.

ده وویل چې سي پېک به د چین، پاکستان، وسطي ایشیا او نورو ملکونو خپلمینځۍ همکاري او اقتصادي استحکام ته وده ورکوي.

XS
SM
MD
LG