د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دفاع وزیر په پوځي تګلاره کې زغرده بدلون نه ویني


د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د نوي پوځي مشر له ټاکلېدو سره به یې د هېواد په پوځي تګلاره کې زغرده بدلون را- نه –شي.

د دفاع وزير خواجه آصف دا خبرې په اتوار د پاکستان له یوه شخصي چېنل جيو ټېليویژن سره تر هغه یوه ورځ وروسته کولې چې وزیراعظم نواز شريف د جنرال راحيل شريف نوی پوځ مشر لېفټینېټ جنرال قمر جاويد باجوه وګمارلی.

خواجه آصف هغه اټکلونه تت کړل چې ګنې جنرال قمر باجوه به په سمدستي توګه په بنیادي تغیراتو زور راوړي. نوموړي زیاته کړه چې د پوځ اوسنۍ تګلاره به دوام ولري او سمدستي به پکې هېڅ بدلون را-نه - شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG