د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلېسيميا علاج اوس په ۳۰۰ روپیو کېږي


په پاکستان کې د تېلېسيميا يو لک ناروغان دي چې پکې ۲۵ زره په خيبر پښتونخوا کې دي.

يوه غير حکومتې اداره عمير فاونډيشن وايي، په پاکستان کې يې د يوه کيپسول په وسيله د تېلېسيميا د ۱۲۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده.

په دې هېواد کې د تېلېسيميا يو لک ناروغان دي چې پکې ۲۵ زره د خيبر پښتونخوا دي.

۱۶ کلن زوی مې درې کاله وړاندې دتېلېسيميا کيبسول خوړل پیل کړ او له هغه را وروسته بيا ورته د ويني لګولو ضرورت نه دی پېښ شوی. سيد ثمر زيب

د عمېر فاونډيشن کارکونکی ډاکټر ثاقب انصاري مشال راډيو ته ويلي، د هايډرو يوريا په نوم ددې کيپسول تر استعمال وروسته ناروغانو ته د ويني ورکړه درېدلې او که ورکول کېږي هم نو ډېر وخت وروسته ورته ضرورت وي.

په فرانس کې په ۲۰۰۳ م ميلادي کال کې ددې کيپسول کاميابه ازموينه پر اوه ماشومانو شوې وه.

ډاکټر ثاقب وايي، په فرانس کې د کاميابي ازموينې وروسته دوی په پاکستان کې ددې کيپسول د ګټو جاج اخستل پیل کړل او ورو ورو يې ښه نتيجه ورکړه.

په فرانس کې په ۲۰۰۳ م ميلادي کال کې د کيپسول په وسيله د تېلېسيميا د اوه ناروغانو درملنه په کاميابي سره شوې وه.

دده په وينا، لومړی د ماشوم ډي اين اې معاينه کېږي او چې نتيجه يې مثبته راشي نو بيا هره ورځ ورته کيپسول ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، داوخت په ټول پاکستان کې څلور زره ماشومانو ته کيپسول ورکول کېږي چې پکې دوولس سوه ته د رګونو د لارې د ويني ورکړه درېدلي دي.

د حمزه فاونډېشن مشر اعجاز علی خان وایي، د کيپسول په وسيله علاج د طب په نړۍ کې يو لوی پرمختګ دی او پر ناروغه د مياشتې تش ۳۰۰ روپۍ خرڅ راځي.

په پاکستان کې هرکال د تېلېسيميا د ناروغانو شمېر له پنځو څخه تر شپږ زره او په خيبر پښتونخوا کې تر پنځلس سوه پورې زياتېږي.
په پاکستان کې هرکال د تېلېسيميا د ناروغانو شمېر له پنځو څخه تر شپږ زره او په خيبر پښتونخوا کې تر پنځلس سوه پورې زياتېږي.

د پېښور يوې اوسیدونکې سید ثمر زېب مشال راډیو ته وويل، شپاړس کلن زوی چې په نهم صنف کې دی، دغه کيبسول درې کاله وړاندې خوړل پیل کړی وو او له هغه را وروسته بيا د ويني لګېدو ضرورت نه دی پېښ شوی.

ددې په وينا، زوی يې روغ دی، قد يې زياتېږي، سکول ته ځي او له ملګرو سره لوبي کوي.

عمېر ثنا فاونډېشن وايي، که يوې خوا ته د تېلېسيميا د ناروغانو شمېر مخ په زياتېدو دی خو بل لور ته دوی ته د پاکې ويني نه ورکولو له کبله هغوي په نورو ناورغيو اخته کېږي.

په پاکستان کې هرکال د تېلېسيميا د ناروغانو شمېر له پنځو څخه تر شپږ زره او په خيبر پښتونخوا کې تر پنځلس سوه پورې زياتېږي.

ددې ناورغۍ درملنه د کراچې په عمېر ثنا فاونډېشن او د پېښور په حمزه فاونډېشن کې کېږي.

XS
SM
MD
LG