د افغانستان عامې روغتیا چارواکي وايي، په دوشنبه په کابل کې د شییعه ګانو په یوه جومات کې ځانوژونکي برید نېږدې ۳۰ کسان وژلي او تر ۸۵ زیات یې ژوبل کړي دي.
د کابل پولیسو جنايي پلټونکې څانګې مشر فریدون عبیدي وايي، برید د ښار لویدیز پلو د باقر العلوم جومات کې پر یوه مذهبي غونډه شوی.
چاروکي وايي، ښايي د مړیو ژوبلو شمېره لوړه شي. د پېښې زمه واري لا هم هېچا نه ده منلې خو وسله والو طالبانو رسنیو ته ویلي چې دوی په پېښه کې لاس نه لري.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په جومات کې شوی ځانمرګی برید حمله په سختو ټکیو غندلی دی.
ارګ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په باقرالعلوم جومات کې په لمونځ کوونکیو او عبادت کوونکیو برید نه بښونکی عمل او د خلکو ترمنځ د نفاق اچولو هڅه ده.
اجراییه ریاست بیا د یوې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د دښمنانو دا کړنه په هېڅ دین او قانون کې د توجیه وړ نه ده او دغه کار یې جنایت بللی دی.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره هم خپره شوې خبرپاڼه کې یاده پېښه په سختو ټکو غندل شوې ده.