د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نورستان په دواب ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده


د افغانستان په نقشه کې د نورستان ولایت
د افغانستان په نقشه کې د نورستان ولایت

روح الله انوري

کونړـ د افغانستان د نورستان ولایت چارواکي وايي، په دواب ولسوالۍ کې تیره شپه وسله والو طالبانو دولسوالۍ مرکز او امنیتي پوستو لوی ډله ییز برید پیل کړی چې تراوسه يي دتلفاتو په اړه معلومات نشته. د جګړې له کبله بازار تړل شوی او ټیلیفونې شبکه هم وسله والو مخالفینو بنده کړې ده.

دنورستان والي حافظ عبدالقیوم مشال راډیو ته وویل، تیره شپه په سلګونو وسله والو مخالفینو ددواب ولسوالۍ په مرکز او اړوندو امنیتي پوستو برید پیل کړی چې ورسره امنیتي ځواکونه سخت مقاومت کوي.

(( له بېګا رهېسې جنګ روان دی. زموږ د اټکل له مخې د ۳۰۰ په تعداد کې وسلوال د لغمان ولایت د الینګار او د نورستان له نور ګرام، او منډول څخه راغلي او په دواب کې یې جګړه پیل کړې ده.))

حافظ عبدالقیوم زیاتوي چې ملي پولیسو په سیمه کې ټولې حاکمې نقطې نیولې او برید کوونکو سره په جګړه بوخت دي او وسله وال مخالفین يي تراوسه هیڅ ډول پرمختګ ته ندې پرې ایښې.

هغه وايي وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر دې دمه يي د دقیق شمېر په اړه کره معلومات په لاس کې نه لرې.

(( تراوسه يي د مرګ ژوبلې اندازه نده معلومه. ))

د نورګرام ولسوالۍ یو اوسیدونکي محمد جعفر مشال راډیو ته وویل چې له تیرو دریو ورځو راپدیخوا د دواب بازار تړل شوی، ټیلیفونې شبکه وسله والو مخالفینو بنده کړې،نو ځکه هلته چا سره اړیکې نه نیول کیږي.

(( جګړه روانه ده. له هغه ځایه تګ راتګ هم نه کیږي. ټیلیفون هم کار نه کوي. طیاري هم ندې راغلي.»

تراوسه وسله والو طالبانو ددواب د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دواب د نورستان په لویدیځ کې هغه ولسوالې ده چې په تیرو کلونو کې څو ځله د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

XS
SM
MD
LG