د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د ډاکتر عبدالله سفر نېټه معلومه نه ده


پراګ - پاکستان ويلي د افغانستان په اړه به په ډېسېمبر کې له چين او روسیې سره غونډه ولري.

پخوا افغان چارواکو ويلي ول چې له پاکستان سره اړيکي ځکه خراب شوي چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره يې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

خو اوس پاکستانيو مطبوعاتو ليکلي چې د اسلام اباد او کابل اړيکو ښه کولو لپاره د افغانستان اجرايیه رييس ډاکټر عبدالله پاکستان ته ورځي.

د دې هر څه په اړه مو د افغانستان اجرايیه رياست يو وياند جاويد فيصل سره مرکه کړې.

فیصل وايي، د عبدالله پاکستان ته سفر نېټه معلومه نه ده خو ښايي په راتلونکو میاشتو کې وشي.

دی وايي، د افغانستان سولې په اړه چې هره نړیواله هڅه کېږي، کابل یې ملاتړ کوي خو باید په دې ټولو هلو ځلو کې له افغان حکومت سره موافقه وشي.

فیصل زیاتوي چې دولتونه باید له دولتونو سره اړیکي ونیسي او که دولتونه له ترهګرو ډولو سره تماس نیسي، نو دا د افغانستان ((په خیر)) نه ده.

مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

جاويد فصل: د اجرايه رييس پاکستان ته سفر مالوم نه دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG