د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د پاک – ترک سکولونو استادانو ته دې وخت ورکړل شي


د پاک- ترک سکولونو استادانو د پاکستان د تللو په اړه د اسلام اباد های کورټ داخله وزارت ته حکم جاري کړی چې دغه استادانواو کورنیو ته دې وخت ورکړل شي او پدې اړه دې دوه درې ورځو کې فيصله وکړي شي۔

بل پلو په پاکستان کې د پاک ترک سکولونوچېرمېنوايي چې هغوي کوشش کوي چي د دغه استادانود ايسارېدو موده د قانو لاره تر هغي وځندوي تر څو چې د ماشومانو تعليمي کال نه وي پوره شوی.

اسلام اباد های کورت د پاک ترک سکولونو استادانو لخوا ورکړي شوي درخواست د اورېدني پر وخت ويلي چې دا ستادان دې د پاکستان له داخله وزارت سره بيا رابطه وکړي۔

اسلام اباد های کورټ کې د درخواست اورېدنې پر وخت د داخله چارو وزارت افسر وويل چې دا د رياست حق دې چې چا له د ويزي موده زياتوي او که نه۔ د څه په جواب کې چې د های کورټ جج وويل که رياست دا حق لري چې څوک د ملک ويستو فيصله وکړي نو بيا ولې دومره لږ وخت ورکړې کېږي۔ دغه کسانو ته دې وخت ورکړل شي۔

په دې اړه د داخله چارو افسر عدالت ته وويل چې د دغه کسانو د وتو ويزه ځنډول کېدې شې که دوي په وخت درخواست جمع کړي۔

مشال رېډيو سره په خبرو کې د پاک ترک سکولونو چئيرمين عالمګير خان وويل چې موږ های کورټ کې دې لپاره درخواست ورکړې وو چې ترک عملې ته دومره وخت ورکړي شي چې روان تعليمي کال تر سره شي او د ماشومانو زدکړو ته زيان ونه رسي۔خو اوس د حکوت د جواب په انتظار يو چې څه فيصله کوي۔

"های کورټ زموږ د درخواستونو اورېدنه تر سره کړې او داخله وزارت ته ئې حکم جاري کړې چې په دې درخواستونو دې دوه درې ورځو کي فيصله وکړې شي۔د ماشومانو تعليم به داسې روان وي خو موږ به د ترک استادانوکمې محسوسوو ځکه چې دا ستازان ډېر محنتي او قابل وو داسې استازان ډېر کم ميلاوېږي۔نو زموږ هلې ځلې جاري دي چې د دوي د ايساريدو مودهکم نه کم تر هغي وځنډوو تر څو چې دا روان تعليمي کال نه وي پوره شوې او دې لپاره موږ قانوني لارې خپلې کړي دي"

په پاکستان کې د پاک ترک سکولونو د چېرمېن تر مخه دا وخت د پاکستان په نهه ښارونو کې ۲۶ پاک ترک سکولونه کار کوي چې پکې ۱۰۸ پورې ترکي او تر زرو پورې پاکستاني استادان زدکړې ورکوي۔

ياده دې وي چې پاکستان داخله چارو وزارت لخواپاکستان نه د پاک ترک تعلیمي ادارو د استادوانو وېستلو پرېکړه په دا سې حال کې مخې ته راغلې وه چې د ترکې ولسمشر رجب طيب اردوان اسلام آباد ته په يو رسمي سفر راتلو او سکولونو ترک عملې ته ئې تر20 نومبر پاکستان د پرېښودو حکم جاري کړې وو۔

XS
SM
MD
LG