د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان ته به بې له پاسپورټه او ویزې نه ځئ'


د خیبر اېجنسې لواړګي پولیټیکل چارواکي وايي، د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ له ۳۱مې نېټې به پاکستاني وګړي بې له پاسپورټه او ویزې افغانستان ته سفر نه کوي او که یوڅوک بې له سفري اسنادو هلته ولاړ نو پرضد به یې قانوني کاروایي کوي.

خو د خیبر اېجنسۍ قومي مشرانو په یوه جرګه کې ویلي چې د پاکستاني سرکار بندیزونه نه مني.

ملک عبدالرزاق اپرېدي وویل،"موږ پر تورخم د ورځې لس واره اوړو را- اوړو نو دومره ځل خو پر خپل پاسپورټ ننوتل او تل نه شو کولای، باید دغه شرط دې ختم کړل شي."

د زخه خېلو یو مشر ملک عبدالرزاق اپرېدي مشال راډیو ته وویل، دوی تل افغانستان ته د جرګو مرکو لپاره بې له پاسپورټ او ویزې تللي دي او هېڅکله ترې افغان دولت پاسپورټ او ویزا نه ده غوښتې نو د پاکستان خو حق نه جوړېږي چې له دوی څخه پوښتنه وکړي.

نوموړی زیاتوي، کله چې له افغانستان خپلو سیمو ته اوړي نو یوازې شناختي کارډ به ورته ښي. د ده په خبره له دې سره ستونزې ډېرېدلای شي. د ځايي ولس کارو او روزګار اغېزمنېدلای شي.

ملک عبدالرزاق اپرېدي وویل،"موږ پر تورخم د ورځې لس واره اوړو را- اوړو نو دومره ځل خو پر خپل پاسپورټ ننوتل او تل نه شو کولای، باید دغه شرط دې ختم کړل شي."

د سږني کال د جون له لومړۍ نېټې د افغانستان پر وګړيو پاکستان ته بې له پاسپورټ او ویزې پر تورخم دروزاره د وراویښتو بندیز لګول شوی دی.پاکستانيو چارواکیو افغان ډریورانو ته هم ویلي ول چې د نومبر له لومړۍ نېټې به بې له پاسپورټ او ویزې پاکستان ته نه ور-داخیلېږئ خو په دې امر تر اوسه عمل نه دی شوی او افغان ډرایوران په روډ پاس باندې خپلې لارۍ اړوي.

د دغو بندیزونو له وجې پر تورخم دروازه اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو په تګ راتګ کې ډېر کمی راغلی دی او د ځایي سوداګرو په وینا په کاروبار هم ورسره ډېر اثر شوی دی او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته په سلګونه خلک ورسره بې روزګاره شوي دي.

د تورخم پولیټیکل چارواکي وایي چې په تورخم دروازه یې د سختۍ کولو مقصد د وسلوالو د تګ راتګ مخنیوی دی.

یاده دې وي چې د روان کال د جون په میاشت کې په تورخم دروازه د پاکستانيو چارواکو له خوا د یوې نوې دروزاې لګولو پرسر د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځ ته شوې وې.

پاکستانيو چارواکیو د دغې نوې دروازې تعمیراتي کار مکمل کړی دی او ټریفک لپاره یې خلاصه کړې ده.

XS
SM
MD
LG