د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال په بلوچستان کې ترهګرۍ ۲۸۰ تنه وژلي


ویاند انوارالحق کاکړ مشال راډيو ته وویل، د خضدار په تحصیل سارونه کې پولیسو د ناڅرګند کسانو پرضد مقدمه هم درج کړې ده.

د بلوچستان حکومت ویاند وايي د خالي/شنبې ورځ د خضدار شاه نوراني په مزار کې د ځانمرګې پېښې پلټنې پیل کړې دي چې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ ژوبل یې کړي دي.

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي په وینا چې په هغه ناوړه پېښه کې ډېری وژل شوي او ټپیان د سیند صوبې وګړي دي.

نوموړي وویل، ډېری ژوبل کسان د کراچۍ په بېلابېلو روغتونو کې بستر دي د هغه په خبره په ټپیانو کې ښځې اوماشومان هم شامل دي ـ

کوټه کې پر پولیس روزنیز مرکز برید کې ګڼو کسان ته مرګژوبله واړوله
کوټه کې پر پولیس روزنیز مرکز برید کې ګڼو کسان ته مرګژوبله واړوله

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د شاه نوراني مزار په پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنيو لپاره د ۱۰، ۱۰ لکو روپیو نغدو مرستو او هر ټپي تن ته یې د ۵ لکو روپیو ورکولو اعلان کړی دی.

پر دې مهال دیوې پوښتنې په ځواب کې اعلا وزیر وویل، چې د تره ګرۍ دغه پېښه په هېواد کې د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې ناکامه کولو یوه هڅه ده.

دنوموړي په وینا چي حکومت به نه یوازې دا ډول هڅې ناکامه کړي بلکې په دغه ناوړو پېښو کې د تورنور ډلو پرضد به هم کلک ګامونه پورته کړي.

د قلات کمېشنر هاشم غلزي په یوه بیان کې ویلي چې حکومت د شاه نورانې مزار د خلګو پرمخ تړلی دي او تر حفاظتي انتظاماتو ټینګولو ورسته به مزار بیرته پرانیزي.

کوټه: پر وکیلانو ځانمرګي برید هم ګڼو کسان ته مرګژوبله واړوله
کوټه: پر وکیلانو ځانمرګي برید هم ګڼو کسان ته مرګژوبله واړوله

په کوټه کې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ټولو مزارونو،مذهبي عبادتخانو او مهمو سرکاري ودانیو د حفاظت لپاره امنیتي ګامونه نور ټنګ کړل شوي دي.

په بلوچستان کې سږ کال کې د تره ګرۍ په پېښو کې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸۰ ته رسېدلی دی چې ۱۵۵ پولیس او لیویز سرتېري هم پکې شامل دي. دغه ډول د شاه نوراني مزار په ګډون په وروستیو درو ځانمرګیو پریدونو کې د ۱۸۸ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دي. د سرکاري شمېرو له مخې په تېرو ۱۰ میاشتو کې د کوټې په ګډون د صوبې په بېلابېلو برخو کې د تره ګرۍ ۱۴۵ پېښې رامنځ ته شوي دي.

XS
SM
MD
LG