د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نیوزیلینډ کې تر زلزلې وروسته څونامي راغلې


په سیمه کې د ۲۰۱۱ز کال زلزلې یو انځور
په سیمه کې د ۲۰۱۱ز کال زلزلې یو انځور

پراګ - یوې زورورې زلزلې د نیوزیلینډ مرکزي برخې لړزولې دي چې تر دې وروسته د جنوبي ټاپو په شمالختیځ کې څونامي راغلې.

د امریکا ځمکپوهنې اداره وايي، د یکشنبې پر ورځ د راغلې زلزلې مرکز د ټاپو له تر ټولو لوی ښار کرایسټچرچ څخه ۱۰۰ کیلومیټره لرې او پر رېښتر درجې یې زور ۷،۸ وو.

تر زلزلې دوه ساعته وروسته د هېواد په شمالختیز ساحلي سیمو کې څونامي راغلې.

رپورټونه وايي، د زلزلې له مرکز سره نېږدې ودانیو ته تاوان رسېدلی دی.

چارواکو له ساحل سره نېږدې اوسېدونکو ته محفوظو او لوړو ځایونو ته د تګ امر کړی دی.

د ملي ملکي دفاع سازمان وايي، د څونامۍ ((لومړۍ څپه ښايي ډېره اغېزناکه نه وي.))

سازمان زیاتوي، څونامي ښايي تر څو ساعتونو روانه وي.

خو په ارام بحر (بحر الکاهل) کې د څونامي خبردارۍ مرکز وايي، له اوسنیو معلوماتو سره سم، د ((په ګرد بحر کې د وېجاړوونکې څونامۍ تمه نشته.))

په ۲۰۱۱ز کال کې هم په کرایسټچرچ ښار کې زلزله راغلې وه چې پکې ۱۸۵ کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG