د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شاه نوراني مزار برید، د وژل شویو شمېر ۵۲ ته ورسېد


بارکوال میاخېل - د ازادۍ راډیو خبریال

کوټه - شاه نوراني مزار د کوټې جنوب ختيځ لور ته په شاوخوا ۷۰۰ سوه کيلوميټرۍ کې د خضدار په سيمه کې دى، چې له کراچۍ او د بلوچستان له بېلابېلو سيمو هره ورځ سلګونه خلک ورته راځي او زيارت يې کوي. دغه مزار له ښاره ډېر لرې د يوه لوى غره په لمن کې پر کوچنۍ غونډۍ جوړ دى.

د شنبې پر ماښام په دې مزار کې له پينځو تر شپږ سوو زيارت کوونکي موجود ول، چې ناببره ورباندې چاودنه وشوه او په نتيجه کې يې شاوخوا يونيم سل کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د چاودنې يوه عيني شاهده وايي:

((چاودنه وشوه، موږ له خپلو بچيانو سره د پېښې له ځايه په منډه را ووتلو، په مزار کې عُرس روان وو، د ښځو رقص يا «دهمال» شروع وو، چاودنه وشوه.))

د عيني شاهدينو په وينا په مزار کې چې خلک را ټول وو، هغه ځاى يو څه تنګ وو، ځکه هم زياتو خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، يو بل عيني شاهد وايي:

((موږ ولاړ وو خلک د وجد په حالت کې وو، ناببره چاودنه وشوه، د هيچا پر چا حال نه وو، خلکو منډې وهلې، هلته اتيا نيوي کسان پر ځمکه پراته ول.))

په وژل شويو او ټپيانو کې زيات شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې روغتونونو ته د رسولو لپاره يې د اېدي مرستندويې ادارې او حکومتي روغتونونو اېمبولانسونه د پېښې ځاى ته څو ساعته په ځنډ ور ورسېدل. د پېښې سيمه له کراچۍ ښاره د شاوخوا ۱۰۰ کيلوميټره په فاصله دى او د پېښې ټپيان اکثر د شپې ناوخته د کراچۍ بېلابېلو روغتونونو ته يووړل شول.

د کلات سيمې کميشنر محمدهاشم غلزي رسنيو ته وويل، دا يو ځانوژونکى بريد وو. دی وايي د پېښې په ځاى کې نه موبايل ټېلېفون کار کوي او نه هلته برېښنا شته، ځکه نو د ماښام له تياره کېدو سره د مړيو او ټپيانو په انتقالولو کې ستونزې وې. د خضدار مرستيال کميشنر د پېښې په اړه وايي:

((زموږ د پلټنو له مخې دا ځانوژونکى بريد وو، يوه هلک کړی دی چې د بدن ټوټې يې موږ تر لاسه کړې او د ډي اين اې معايناتو لپاره مو ولېږدولې. په چاودنه کې له اوو تر اتو کيلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي دي، په دې مزار کې چې زر يوولس سوه کسان را ټول وي، ښځينه او نارينه ګډ وي، کله چې دوى د وجد په حالت کې وو دې هلک هلته ځان چوولى دى. تر اوسه مو له دې ځايه د ٤٢ تنو مړي او تر سل زيات ټپيان ايستلي، خو دا کره شمېر نه دى.))

د شاه نوراني مزار ښکار شوي کراچۍ ته رسول شوي. ویډیويي رپورټ لاندې.

د شاه نوراني مزار مړي او ژوبل کراچۍ ته رسول شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې اى ايس پي ار د خبر له مخې ۵۰ پوځي سرتېري هم له دوو پوځي هيلي کوپټرو او ۲۰ ايمبولانسونو سره له خضدار او کراچۍ څخه د پېښې ځاى ته د ټپيانو د لېږدولو لپاره ورغلي دي.

د دې چاودنې مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى دى، تر دې پخوا چې د پاکستان په نورو ايالتونو کې د صوفيانو پر مزارونو وسلوال بريدونه شوي، مسووليت يې اکثر وسلوالو طالبانو منلى.

د وروستيو تر لاسه شويو مالوماتو له مخې په دې پېښه کې ٥٢ تنه وژل شوي او شاوخوا ١٠٥ تنه پکې ټپيان شوي دي، چې په هغوى کې هم د یو شمېر حالت خراب بلل کېږي. وژل شوي او ټپيان اکثر د کراچۍ اوسېدونکي دي.

سږ کال (۲۰۱۶ز) په بلوچستان کې دا څلورمه خونړۍ حمله ده، چې لسګونه کسان پکې وژل کېږي. د روان کال په جنورۍ کې د کوټې په سېټلايټ ټاون کې پر پوليسو حمله شوې وه، په اګست کې پر قانون پوهانو او وکيلانو ځانوژونکى بريد وشو، بيا په اکتوبر کې د پوليسو پر روزنيز مرکز ځانوژونکى بريد وشو.

XS
SM
MD
LG