د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان پوځ د سواتيانو فکر او عمل يرغمل کړی دی"


د پوځ مشر راحيل شريف د جمعې پر ورځ د سوات په کبل تحصيل کې د پوځي چاوڼۍ د بنسټ تيږي ايښودو پر مهال وويل چې له دې سره به په سوات کې امن ټينګ شي او د ترهګريزو فعاليتونو مخه به ونيول شي.

د پاکستان پوځ د خېبر پښتونخوا په سوات کې د پوځي چاوڼۍ پر جوړولو کار پېل کړی دی.

د پوځ مشر راحيل شريف د جمعې پر ورځ د سوات په کبل تحصيل کې د پوځي چاوڼۍ د بنسټ تيږي ايښودو پر مهال وويل چې له دې سره به په سوات کې امن ټينګ شي او د ترهګريزو فعاليتونو مخه به ونيول شي خو د سوات قامي جرګې يو مشر خورشيد کاکاجي وايي، که د پوځي چاوڼيو په جوړېدو سره امن پرځای کېدای نو د پېښور او کوټې په کډون به په هغو ښارونو کې امن پرځای شوی وای چيرته چې له مودو راهيسې پوځي چاوڼۍ شتون لري.

نوموړي تور پوری کړ چې د پوځي چاوڼۍ جوړولو هدف يواځې په دغه سيمه کې د پوځ واک مظبوطول دي.خو د سوات امن کمېټۍ مشر ادريس خان بيا وايي چې په سوات کې بد امني زياته شوې او د پوليسو نظام کمزوری دی نو ځکه دوی په سوات کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو غوښتنه وکړه. نوموړی زياتوي، دوی هيله لري چې د پوځي چاوڼۍ په جوړېدو سره به په سوات کې امن پرځای شي او د ولس ژوند به ورسره ښه شي. د نوموړي په خبره دغه پوځي چاوڼۍ د سواتيانو په خوښه جوړيږي. خو خورشيد کاکاجي بيا په غبرګون کې وايي چې پوځ زورور دی او د سيمې د ولس عمل او فکر دواړه يې يرغمل کړي او پر خپله ځمکه د چاوڼۍ جوړولو پر ضد غږ نه شي پورته کولای.

بلخوا په سوات کې يوه مدني فعاله نيلم ابرار وايي که په سوات کې پوځي چاوڼۍ جوړه شي نو د دوی او نورو پښتنو مېرمنو ازادانه تګ راتګ به محدود شي. د دې په خبره د پوځي چاوڼۍ پر جوړولو لګېدونکي پيسې بايد په سوات کې د هغو ماشومانو پر تعليم ولګول شي چې پلرونه يې په پوځي عملياتو کې وژل شوي وي.

د نوموړي په خبره د سوات په ګډون په ټول پاکستان کې امن هله راتلای شي چې رياست خپلې پاليسۍ بدلې کړي.

مشال راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه له پوځي او حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي خو بريالي نه شو.

د راپور بشپړه غږ لاندې اورېدلای شئ

"د پاکستان پوځ د سواتيانو فکر او عمل يرغمل کړی دی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG