د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له اوباما سره لیدنه ویاړ بولي


رپورټ: صفي الله ستانکزی، د ازادۍ راډیو خبریال

پراګ - ولسمشر باراک اوباما له منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره له لیدنې وروسته وویل چې په یو لړ پراخو کورنیو او بهرنیو پالیسیو یې خبرې کړي دي.

اوباما وویل چې له دغو خبرو خوښ شو.

باراک اوباما د رسنیو په وړاندې ټرمپ ته وویل چې اوس یې د بریا هڅې کوي.

((له ټولو زیات زه غواړم تاسو منتخب ولسمشر ته ټینګار وکړم چې اوس ټول ستاسو د بریا لپاره خپلې هڅې کوو. ځکه که تاسو بریالي شئ ټول هېواد بریالی کېږي.))

اوباما او ټرمپ له یو بل سره ستړي مه شي کوي
اوباما او ټرمپ له یو بل سره ستړي مه شي کوي

اوباما وویل اوس مهمه دا ده چې د هر ډول سیاسي او ټولنیز دریځ په نه پام کې نیولو سره ټول د ستونزو په وړاندې یو لاس شو.

ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ۲۷۹ انتخاباتي رایو (الېکټورل ووټس) په ګټلو د هغه هېواد ولسمشر وټاکل شو او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه لوړه وکړي.

له ټرمپ سره سپینې ماڼۍ ته د هغه مرستیال مایک پېنس، مېرمن مېلانیا ټرمپ او ځېنې سلاکاران هم ورغلي ول.

د امریکا د ولسمشر اوسني مرستیال جوبایډن د ټرمپ له مرستیال مایک پنس، او میلانیا ټرمپ له لومړۍ مېرمنې مېشېل اوباما سره بیلابیلې لیدنې وکړې.

د ټرمپ او اوباما تر منځ خبرې د شاوخوا یو نیم ساعت روانې وې.

په لومړي سر کې نه ټرمپ او نه یې سلاکارانو رسنیو ته دا اجازه ورکړه چې له هغه سره واشنګتن ته ولاړ شي او د دې لیدنې پوښښ ورکړي.

ټرمپ له اوباما سره د ګډې لیدنې په پای کې رسنیو ته په لنډه وینا کې وویل چې که څه هم دا خبرې له پلانه اوږدې شوې خو په ټولو ښو او سختو مسایلو وڅرخېدې.

((موږ پر بېلا بېلو مسایلو خبرې وکړې. ځېنې مسایل فوق العاده ښه ول او ځېنې هم پر مهمو خو سختو مسایلو څرخېدل.))

ډونلډ ټرمپ وویل چې دا لیدنه د هغه لپاره یو ویاړ وو او په راتلونکې کې هم غواړي چې له اوباما سره خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG