د لاسرسي ځای

امریکا: زرګونه کسانو د ټرمپ انتخاباتي بریا ضد مظاهرې وکړې


پراګ - د چارشنبې او پنجشنبې تر منځ شپې مهال زرګونه خلکو د امریکا له ختیځ باسټنه واخله تر لویدیځ لاس اېنجلسه پورې په ولسمشریزو ټاکنو کې له توقع برخلاف د ډونلډ ټرمپ بریا ضد مظاهرې وکړې.

مظاهرې زیاتره سوله ییزې وې خو د ګاډو په تګ راتګ کې یې مشکلات پیدا کړل.

مظاهره کوونکو د ټرمپ ضد کتبې یا بینرې نیولې وې چې پر کډوالو د بندیز او د لږکیو او مسلمانانو پر وړاندې د ټرمپ دریځ او څرګندونو پر خلاف ورباندې نعرې لیکل شوې وې.

مظاهره کوونکو ویل: ټرمپ زموږ ولسمشر نه دی
مظاهره کوونکو ویل: ټرمپ زموږ ولسمشر نه دی

دا مظاهرې پر دې سربېره وشوې چې د ډېموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماندې هېلري کلېنټن په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله او پر خپلو پلویانو یې غږ (ږغ) وکړ چې ټرمپ ته دې د هېواد مشرۍ موقع ورکړل شي.

د نیویارک په مېنهټن کې د ټرمپ ودانۍ – ټرمپ ټاور – مخې ته په زرګونه مظاهره کوونکي ورغونډ شوي ول. په هغه ځای کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر کور او د واک تر لاسه کولو چارو دفتر هم دی.

مظاهره کوونکو نعرې وهلې چې ((ټرمپ زموږ ولسمشر نه دی.))

یوه مظاهره کوونکي وویل، دوی تر انتخاباتي نتیجو وروسته هېڅ نشي کولای، خو غواړي ښکاره کړي چې څه چې وشول، هغه دوی نه غوښتل:

((دا سمه ده چې موږ هېڅ شی نشو بدلولای او هر څه چې پېښ شوي باید و یې منو، خو موږ غواړو وښيو چې غوسه یو. دا خواشینوونکې ده. او دا سمه ده چې موږ هېڅ نشو بدلولای خو پر دې خوشالي احساسوم چې له خپلو وروڼو، خویندو او هغو خلکو سره یو ځای ولاړ یم چې عقاید او نظر مو سره یو دی او ټول خبر کړو چې موږ دا څه چې شوي ورسره موافق نه یو.))

یوې بلې مظاهره کوونکې وویل: ((د ډونلډ ټرمپ دا وړتیا چې د خلکو پټ او ویده توکمپالي احساسات پاروي، بې له شکه وېروونکی کار دی او دا اړینه وه چې موږ باید نن دلته راغلي وای.))

له نیویارک علاوه، په شېکاګو، وېرجېنیا، نېبراسکا، اوماها، سیاټل او یو شمېر نورو ایالتونو او ښارونو کې هم د ډونلډ ټرمپ پر ضد احتجاجونه او لاریونونه وشول.

د نومبر پر نهمه ولسمشر باراک اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، په سوله ییز ډول به ټرمپ ته واک سپاري ځکه همدا ولسواکي ده.

منتخب شوي ولسمشر ټرمپ ویلي، په ټولنه کې پر وېش سربېره به د ټولو امریکایانو مشري کوي.

د ولسمشریزو انتخاباتو نتیجې لاندې ووینئ.

XS
SM
MD
LG