اې اېن پي: تر منظم پلاند لاندې پښتانه او بلوڅان وژل کېږي
د عوامي نېشنل ګوند مشران وايي، چې په بلوچستان کې تر پلان لاندې تره ګرۍ روانه ده چې هدف یې پښتانه اوبلوڅان دي. دوی پر صوبايي حکومت تور ولګاوه چې د ولس په خونديکولو کې پاته راغلي دي. دوی دا څرګندونې له مشال راډيو سره تر هغې غونډې وروسته کولې چې په ۲۴ اکتوبر د کوټې پر پولیس روزنيز مرکز د وسله والو په یوه خونړي برید کې د وژل شوو پولیس سرتېرو پر مړینه د خواخوږۍ او خواشینۍ لپاره یې جوړه شوې وه. بل خوا صوبايي حکومت د پېښې پلټنو بهیر هم روان دی خو تر دا ګړۍ هېڅ پرمختګ نه دی شوی. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډیو راپور