د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې پر نشه يي توکو بندیز په سختۍ دوام لري


یو څو میاشتې وړاندې د کورمې خیرښېګړې یوې ټولنې پړاو او ځايي مشرانو له لوري د هر ډول نشي توکيو پر کاروبار او نشه کولو باندې لګېدلی بندیز په سختۍ سره دوام لري.

د خیر ښېګړې ادارېپړاو یوه غړي فاروق خان مشال راډيو ته وویل، له کله چې یې په سیمه کې د نشې پر کاروبار او د نشې په کولو بندیز لګېدلی دی نو تراوسه یې هېچا هم سرغړونه نه ده کړې.

د نوموړي په خبره، د بندیز لګولو مهال دا پرېکړه شوې که هر چا یې سرغړونه وکړه نو لس زره روپۍ ناغه به پرې لګېږي او د جرمانې دغه پیسې به پر خیریه کارونو لګېږي.

یو ځايي کس دوست محمد چې په دې ګام ډېر خوشاله دی مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې تر دې مخکې د نشې کاروبار ډېر په ازاده توګه کېدو او هېڅ بندیز پرې نه و چې یو لوی ټولنیز زیان یې اړولی وو.

خو یوه ځايي خبریال نبي جان مشال راډيو ته وویل، یو فرد، ډله، ټولنه یا یو سازمان خلک له سیګرېټو او یا له یو بلې نشې نه شي درولی ځکه چې دا د حکومت کار او ذمه واري ده.

نبي جان وايي، دا ډېره ښه خبره ده چې ځايي مشرانو پر هر ډول نشهبندیز لګولی دی خو د هغو خلکو به څه کېږي چې له کلونو راهیسې په نشو روږدي دي.

د خیر ښېګړي ټولنې پړاو مشر میکایل خان مشال راډيو ته وویل دوی دغه بندیز خاصکار په هغو ځایونو کې لګولی دی چې د عامو خلکو، ماشومانو او ښځو تګ راتګ ورته ډېر وي.

میکایل خان وويل، څوک چې روږدي سیګرېټیان وي او یا بله نشه کوي، هغوی ته یې ځایونه ټاکلي دي چې یوازې هلته یې څکئ.

مالوماتو ترمخه، په کوزه کورمه کې د پړاو مشرانو له دغې فیصلې وروسته څاپري، احمدي شمع، مندوري او په چرخېلو کې دا خبرې روانې دي چې هلته به هم نشي توکیو په کاروباراو نشه په کولو بندیز ولګول شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG