د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د فدرالي ادارې پر پرېکړه د هیلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ غبرګونونه


د امریکا د فدرالي ادارې پر پرېکړه د هیلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ غبرګونونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

رېببلکن او ډیموکریټک ګوندونو د امریکا د پلټنو د فدرالي ادارې FBI له هغې پریکړې وروسته غبرګونونه څرګند کړي چې نوموړې ادارې ویلي دوی د هیلري کلنټن شپږنیم لکه شخصي ایمیلونه کتلي او څه جواز نه لیدل کېږي چې د هیلري کلنټن پرضد دې جنايي تورونه ولګول شي. د ډیموکریټ ګوند نومانده هیلري کلنټن د ایسوسي ایتډ پریس لخوا په خپور شوي دغه ویډیويي کلپ کې وايي د هغه رقیب نوماند ډونلډ ټرمپ د امریکا د نظام په اړه ډېر تور تصور لري، خو هغه ګڼي چې د امریکا ښې ورځې په مخکې دي. خو د ریپبلکن ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ بیا ویلي، یو تقلبي نظام د هیلري ساتنه کوي. نوموړی وايي شپږنیم لکه بریښنالیکونه په اتو ورځو کې کتل ناممکنه خبره ده.

XS
SM
MD
LG