د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخېلوال وايي شربت ګله به وطن ته ځي


زاخېلوال وايي شربت ګله به وطن ته ځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال وايي چې شربت ګله به په پيښور کې نه پاتي کيږي او د هغې لپاره په کابل کې ټول انتظامات مکمل شوي دي.عمر زاخیلوال د یکشنبې په ورځ له مشال ریډیو سره په مرکه کې وویل چې دوی د خيبر پښتونخوا حکومت د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې ویلي يې دي شربت ګله له ټاکلې سزا پوره کېدو وروسته په خیبر پشتونخوا کې اوسیدلی شي. زاخیلوال وايي افغان حکومت پریکړه کړېده چې مېرمن شربت ګله به په پوره درناوي افغانستان ته استوي او هلته به ورته ښه ژوند برابروي. د پاکستان تحريک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلې غړي شوکت يوسفزي پرون مشال ریډیو ته ویلي وو چې صوبايي حکومت پریکړه کړي ده چې د شربت ګلې تر علاج پوره کيدو پوری به هغه افغانستان ته د ليږدولو پر ځای په پیښور کې پاتي کړل شي او د هغې په اړه به صوبايي حکومت د ګل په ورځ مرکزي حکومت ته یوه درخواست هم ورکړي. زموږ همکار ګل ایاز له افغان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال سره خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG