د لاسرسي ځای

تازه خبر

شربت ګله له عدالته بیرته روغتون ته یووړل شوه


شربت ګله له عدالته بیرته روغتون ته یووړل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

د جمعې ورځ د پېښور یوه خصوصي عدالت د پاکستان شناختي کارډ جوړول په مقدمه کې د شنو او جاذبو سترګو افغان کډوالې مېرمنې شربت ګلې ته د ۱۵ ورځو قيد او يو لاک ۱۰ زره روپیو جرمانه واوروله. شربت ګله له هسپتاله عدالت ته بوتلل شوه او تر فيصلې وروستو هم د ناروغۍ له وجې بيا هسپتال ته یووړل شوه. ډ پاکستان فېډرالې ادارې لس ورځې وړاندې شربت ګله د جعلي شناختي کارډ جوړولو په تور ونیوله. د افغانستان سفارت چارواکي تمه لري چې د دوشنبې په ورځ به شربت ګله خوشې کړل شي او تر هغه وروستو به يې افغانستان ته بوځې چې په ارګ کې به د ولسمشر محمد اشرف غنې خصوصي ميلمنه وي. له پېښوره د ځلاند يوسفزي ویډيو

XS
SM
MD
LG