د لاسرسي ځای

تازه خبر

م م په موصل کې د سپر په توګه د خلکو کارولو غندنه کړې


پراګ - د ملګرو ملتونو امنیت شورا په عراقي ښار موصل کې د اسلامي دولت ډلې له لوري د سپر په توګه د خلکو کارولو غندنه کړې. د امنیت شورا د چارشنبې پر ماښام تر تړلو دروازو شا ته په غونډه کې پر ټولو خواو ټینګار وکړ چې د ولسي وګړو له زیانمنولو دې ډډه وکړي.

دا غونډه تر هغې وروسته وشوه چې د سې شنبې یا نهې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او بشري مرستو چارواکو د موصل په اړه معلومات ورکړل. د امنیت شورا سېنیګالي ډېپلوماټ وویل، دا رپورټونه چې اسلامي دولت ډله په زرګونه ولسي وګړي د انساني سپر په توګه کاروي، شورا ته یو ډول خبرداری او د خطر زنګ دی.

عراقیو ځانګړو ځواکونو دوه اوونۍ مخکې پر موصل برید وکړ او د چارشنبې پر ورځ یې د ښار ختیځو برخو تر نیولو وروسته هلته خپل ځواک پراخه کړ.

عراقي چارواکي وايي، په موصل کې یې د اسلامي دولت ډلې اته وسله وال وژلي او د ښار سلګونه اوسېدونکي محفوظو ځایونو ته تللي دي.

په موصل کې ډېری داسې خلک لیدل شوي چې ږیره یې کلوله ځکه چې د اسلامي دولت تر واک لاندې یې په زور ورباندې ږیرې پرېښې وې.

د ترهګرۍ ضد ځواکونو مشر جنرال عبدالغني الاسدي وايي، په ځېنو سیمو کې یې ګرځبندیز لګولی دی.

هلته د موصل په جنوب کې هم عراقي سرتېري په ورو، ورو پرمختګ کوي او دا مهال له ښاره ۳۰ کیلومیټره لرې دي.

خو عراقي پولیس وايي، د حمام العلیل په سیمه کې یې له اسلامي دولت ډلې څخه څلور کلي خلاص کړي او تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې موصل ښار نیولی وو او د هم هغه کال په جون کې یې اسلامي خلافت هم اعلان کړی وو.

د ناروې کډوالو شورا خبرداری ورکړی دی چې په موصل کې بند پاتې شاوخوا یو میلیون وګړي ((له زښت خطر)) سره مخامخ دي.

دا اداره وايي چې د اکتوبر پر ۱۷مه د عملیاتو له پیل راهیسې شاوخوا ۱۸ زره عراقیان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) ویلي، د عملیاتو برخوال قبایلي، سني جنګیاليو په نویو نیول شویو سیمو کې ځېنې سړي او هلکان په دې تور وژلي دي چې ورباندې د اسلامي دولت ډلې غړیتوب شک وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG