د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرودوال: د خلکو نیونه د انساني حقونو سرغړونه ده


د جمرود ظاهر شاه اپرېدی وايي د هغه د تره یو زوی چې د مېډیکل زده کونکی دی په حوالات کې تر اجتماعي ذمه وارۍ لاندې په ناکړي جرم ورځې شپې سبا کوي

د خیبر اېجنسې د جمرود مشران او ځایي خلک وایي چې، یوه اوونۍ وړاندې یې په لسګونه کسان امنیتي ځواکونو او پولیټیکل چارواکو د اېف سي آر (اجتماعي ذمه وارې قانون تر لاندې نیولي دي،او اوس یې هم نږدې پنځوس تنه ولسي وګړي په حوالاتونو کې بند پراته دي.

دوي وایي، دغه کسان هغه مهال ونیول شول چې کله د جمرود په غونډۍ سیمه کې د ګوزڼ ضد کمپین یو کارکونکی وسلوالو په ډزو وواژه.

د جمرود یو مشر حاجي احمد شاه مشال راډيو ته وایي، د لټون عملیاتو پر وخت امنیتيو ځواکونو نه یوازې د دوی کلیوال له ځانه سره وړي بلکې له حکومت سره راجسټر وړې وسلې یې هم ترې وړې دي.

نوموړی د خپلو [بې ګناه] ولسي وګړیو په نیولو خپګان وښود او زیاتوي چې اوس یې هم ځینې مشران هم په حوالات کې بند دي. ده وویل له حکومت سره مرسته کوي خو بې ګناه خلک دې نه ځوروي.

جان باز اپرېدی وایي، په دا وروستیو کې چې د ایف سي آر په اجتماعي ذمه وارۍ قانون کې کوم بدلون راغلی وو په هغه هېڅ عمل نه کېږي او اوس هم د یو تن ملزم په سرټوله قبیله نیول کېږي. نوموړي له پاکستان سرکاره غوښته وکړه چې د دوی نیول شوي کسان دې زر تر ژره ورخوشېکړل شي.

د جمرود ظاهر شاه اپرېدي مشال راډیو ته وویل، په خیبر کې پرله پسې د انساني حقوقو سرغړونه کېږي:

(زما یو د تره زوی چې د مېډیکل زده کونکی دی هغه یې هم نیولی دی او په حوالات کې په ناکړي جرم ورځې شپې سبا کوي.)

په اجتماعي ذمه واریو کې د جمرود ولسي وګړیو د نیولو په حقله د دغه سیمې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ضیاالرحمان و مشال راډيو ته وویل:(په دې لړ کې له ځایي مشرانو، د پارلېمان غړیو او امنیتي ځواکونو ترمنځ خبرې روانې دي او تر پلټنو ګروږنو وروسته به یې بې ګناه نیول شوي کسان پرېږدي.)

یاده دې وي چې په ۲۰۱۲م کال کې د ایف سي آر په اجتماعي ذمه وارۍ قانون کې اصلاحات شوي ول او دا یوازې د یو ملزم تر کورنۍ پورې محدود شوی وو خو اوس هم پکې ټوله قبیله رانیول کېږي.

XS
SM
MD
LG