د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف احتجاجونه ولسي مسلې له پامه غورځوي: سیاسي مشران


د تحریک انصاف لخوا د نومبر په دویمه نیټه په اسلام اباد کې د احتجاج لپاره د دغه ګوند ګڼ کارکنان او مشران اسلام اباد ته رسېدلې دي.

د ګل په ورځ عمران خان په بني ګاله کې له میډیا سره په خبرو کې وویل د دوی کارکنان نیول کېږي او لارې ورته بندیږي خو دوی به د وزیر اعظم نواز شریف خلاف احتجاج هرو مرو کوي.

''ټولو کارکنانو ته وایم چې تیاری ونیسي، موږ ټول به د دوی خلاف جنګېږو.''

د مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړی طلال چودري بیا وایي باید احتجاج او مظاهرې د قانون او ایین په دایره کې وشي.

''پاکستان یو جمهوري ملک دی ، دلته د چا په احتجاج څه بندیز نشته، خو د دغې لپاره څه قانونې لارې دي، ځکه چې بیا حکومت ته په داسې حالاتو کې امنیت ټینګ ساتل هم اسانه وي، اسلام اباد هایي کورټ هم دغه فیصله کړې او دا د حکومت نه بلکې د عدلیي فیصله ده، او حکومت ته یي ویلي چې د امن و امان صورتحال دې یقیني کړي، که چیرې تحریک انصاف پرې عمل نه کوي.''

بلخوا د جمیعت علما اسلام ګوند د قامي اسمبلۍ غړی قاري محمد یوسف وایي د مظاهرو او احتجاج دا نمونه طریقې د ایین او جمهوریت برعکس دي.

''دا وخت ټوله نړۍ زموږ په تماشه ده ، دوی د پانا لیکس یوه بانه جوړه کړې ده، احتجاجونه داسې نه کیږي، د احتجاج دا طریقه نه خو اییني ده، نه سیاسي او نه اخلاقي ده.''

ځیني سیاسي ګوندونه دا هم وایي باید چې تحریک انصاف د خلکو د بنیادي مسلو لکه امن امان ، ګراني او داشان په بې روزګارۍ هم خبرې وکړي او خپل احتجاج د قانوني او اییني لارو مطابق تر سره کړي. د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکټري میا افتخار حسین وایي تحریک انصاف باید یوازې له وفاقه نه بلکې د خیبر پښتونخوا نه هم د درغلیو خاتمه وکړي.

''عمران خان په ریښتا د درغلیو خبرې نه کوي ګنې بیا به یي په خیبر پښتونخوا کې هم داسې کړی وې ځکه چې دغه صوبه کې همدرغلۍ روانې دي. وزیر اعله پرویز خټک وایي چې موږ پښتانه یو موږ به درسره ګورو، دا د پارلمان ژبه نه ده، او نه دوی د پښتنو ترجمانان دي، چې په کرسۍ په جنګ کې به دوه سیاسي ګوندونه پښتانه جنګوي.''

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق بیا وایي باید حکومت د پاناما لیکس په اړه کمیټي زر تر زره جوړه کړی وې، او ځان یي احتساب ته وړاندې کړی وې نو نن به پارلمان د ولس په بنیادي مسلو بحث کاوو نه چې په روانو مظاهرو. سراج الحق وایي دا ټوله لوبه د مرکزي حکومته خرابه ده، باید دوی ځان احتساب ته وړاندې کړی وې.

د تحریک انصاف مشران بیا وایي حکومت یي په لاره کې خڼدان جوړوي خو دوی به خپل احتجاج پر مخ بوخي. خو ګڼ سیاسي ګوندونه بیا وایي د داسې احتجاجونو سره د ولس بنیادی مسلې له پامه غورځول کیږي.

XS
SM
MD
LG