د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تحریک انصاف دې پر سرکاري ټاکلي ځای پرلت وکړي'


اسلام اباد های کورټ پاکستان تحریک انصاف ګوند ته حکم ورکړی چې له سرکاري ټاکلي ځای پرته دې له پر لت یا درنې کولو ډډه وکړي.

عدالت په خپل امر کې ویلي چې په هېڅ حال کې به د اسلام اباد بندولو اجازت ور نه کړل شي.

بل پلو پاکستان تحریک انصاف وايي چې عدالت خو دا امر هم کړی چې هېڅ یوه لار دې په کنټېنرو نه بندېږي نو بیا ولې د اسلام اباد ښار ډېری لارې کوڅې په کنټېنرو بندې کړل شوې دي.

خو تحریک انصاف ګوند پتیلې چې هرومرو به د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې خپل احتجاجي پرلت (درنا) کوي.

په دې لړ کې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک هم اعلان کړی دی چې د ده په مشرۍ به دتحریک انصاف کارکنان له ننه (ګل ورځ) اسلام آباد ته روانېږي. نوموړي وویل په لار کې شته ټول خنډونه به له مینځه وړي او د عمران خان کور ته به ځانرسوي چې خپل مشر د دویم نومبر احتجاجی پرلت لپاره له راوباسي.

پروېز خټک دا خبره د اتوار ورځ د نوښار په مانکي کې د خپل ګوند کارکنانو یوې غونډې ته ویل چې له ټولې صوبې به د پي ټي ای کارکنان د صوابۍ پر انټرچېنج راټولېږي او له هغه ځایه به اسلام باد ته روانېږي. او په لار کې که هر چېرته خنډونه ول هغه به له منځه وړي.

خوپاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان بیا د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک پر اعلان نیوکې کړې او ویلي یې دي چې یو صوبايي حکومت د وفاق پرضد کارول کېږي. ده ویل دا د وفاقي حکومت ذمه واري ده چې د دې مخه ونیسي.

چودری نثار وویل، دا چې کوم تخم کرلې کیږی نو خدای مه کړه دا به د پاکستان ولې وخوځوي، د جوهري طاقت لرلو په وجه پاکستان په نړۍ کې یو نوم لري او که چېرې د پاکستان پلازمېنه وتړل شي او د دې سپریم کورټ او تعلیمی ادارې او نور هر څه وتړل شي نو نوره نړۍ به د پاکستان دې مخ ته په څه نظر ګوري.؟

د کورنیو چارو وفاقي وزیر زیاته کړه چې، 'زه به خپله دا ذمه واري پوره کوم چې د اسلام آباد او پنډۍ د خلکو ژوند مخې ته هېڅ خنډ پیدا نه کړل شي، او دا هم زما ذمه واري ده چې د حکومت ټول دفترونه او اېوانونه پرانستلي وساتم.'

یاده دی وي چې پاکستان تحریک انصاف په پانامه اسنادو کي د وزیر اعظم نواز شریف د کورنۍ غړیو د نومونو په بنسټ له وزیر اعظمه د استعفا ورکولو او د پانامه اسنادو د بې طرفه پلټنو غوښتنې کوي او دې لپاره یې د نومبر پر ۲مه د اسلام آباد بندلو دړکه ورکړې ده.

په اسلام آباد او پنجاب صوبه کي تر دې دمه د پاکستان تحریک انصاف په سلګونو کارکنان نیول شوي دی او د لارو تړلو له وجې او د تحریک انصاف د کارکنانو په بني ګاله کي د راغونډېدلو له وجې د ګوند مشر عمران خان په بنې ګاله کې په خپل کور کې راګېر شوی دی.

XS
SM
MD
LG