د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ نژدې ۶۰ فیصده ځنکلي ځناور کم شوي دي


د ایران ځنګلي ژوي
د ایران ځنګلي ژوي

یو تازه رپورټ وايي، له ۱۹۷۰ز کال راهیسې د بشري پرمختیايي چارو له کبله، د نړۍ د وحشي ځناورو شاوخوا ۶۰ فیصده ابادي کمه شوې ده.

دا رپورټ چې د ځنګلي حیات نړیوال سازمان او په لندن کې د وحشي ځناورو په اړه کارکوونکې ټولنې په ګډه تیار کړی تېره ورځ خپور شو. په دې کې راغلي چې له ۱۹۷۰ز کال راهیسې تر ۲۰۱۲مه پورې د نړۍ کې ممالیا ځناورو، مارغانو، ماهیانو، دوه زوندیو (ذوالحیاتینو) او خزنده ګانو بېلا بېلو ډولونو شاوخوا ۵۸ فیصده ابادي کمه شوې ده.

د ځنګلي ژوند نړیوال سازمان مشر مارکو لمبرتیني د پنجشنبې ورځ وویل، (وحشي ځناور په بېساري ډول، زموږ د ژوند په موده کې په ورکېدو دي.))

ده خبرداری ورکړ چې ((انسانان د ځمکې د تاریخ نوي دور ته په داخلېدو دي)) چې پکې انسانان ښايي د ځناورو شپږم معدومیت ذمه واره دي.

لمبرتیني وویل، بشر اوس هم دا توان لري چې د نړۍ زیاتره ځناور په بشپړه توګه له ورکېدو وژغوري.

رپورټ وايي، د انساني نفوس زیاتېدل او د ښارونو ودانولو یا کروندګرۍ لپاره د ځنګلونو ورانولو وحشي ځناورو ته لوی ګواښ پېښ کړی دی. رپورټ زیاتوي، د ځناورو ابادۍ کمېدو په نورو لاملونو کې د هوا ککړتیا، ښکار او د نړیوالې اب و هوا بدلون شامل دي.

XS
SM
MD
LG