د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا ټول کډوال سږ کال نه شو استولای'


د پاکستان سرحدي او قبایلي چارو وزارت وايي، ښايي د روان کال تر پایه د قبایلي سیمو کډوالو خپلو کورونو ته د ستنولو بهیر بشپړ نه کړای شي.

د وزارت ویاند ډاکتر اشرف علي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، ورته ښکاري چې د بې کوره کړل شویو د ستنولو بهیر به تر شاوخوا درو میاشتو نور وغځېږي.

(داسې لیدی خو نشي چې دوی به د کال تر اخره پورې خپلو کورونو ته ولاړ شي خو زه فکر کوم چې نېږدې، نېږدې که ورپسې میاشت، دوه، درې نور هم واخلي خو دغه پروسه چې ده، دا که کال نه وي نو درې میاشتې وروسته به ضرور تر سره شي.)

د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه چې د روان کال تر پایه، د قبایلي سیمو ټول بې کوره کړل شوي، خپلو کلیو، کورونو ته ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG