د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا واسیع: د کوټې په برید کې بهرني استخبارات لاس نه لري


مولانا عبدالواسیع
مولانا عبدالواسیع

مولانا عبدالواسیع وویل ، د اپوزېشن غړي په دې نتیجه رسېدلي دي چې دا یوازې د حکومت غفلت دی او دوی د دې برید پر ضد عدالت ته د تلو پرېکړه کړې ده.

کوټه: د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر مولانا عبدالواسیع وايي ، د کوټې پر پولیس مرکز په برید کې بهرني استخبارات لاس نه لري.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې مخکښ مولانا عبدالواسیعدا خبرې د چارشنبې په ماښام په کوټه کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته کړې دي.

مولانا عبدالواسیع وویل ، د اپوزېشن غړي په دې نتیجه رسېدلي دي چې دا یوازې د حکومت غفلت دی او دوی د دې برید پر ضد عدالت ته د تلو پرېکړه کړې ده.

نوموړي وویل چې حکومت دې پر دې مسله د بحث لپاره په سم دستي توګه د صوبايي اسمبلۍ غونډه را بولي.

بل پلو د چارشنبې په ورځ ناوخته د وزیراعلی نواب ثناالله زهري په مشرۍ کې د حکومتي او امنیتي چارواکو غونډه شوې ده.

وزیراعلی نواب ثنالله زهري اعلان وکړ چې د پولیسو پر دې روزنیز مرکز د برید پلټلو لپاره یې د کوټې د پولیس مشر اعتزاز ګورایه په مشرۍ کې یو کمېشن جوړ کړی دی.

د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه ویلي چې د پلټنو په لړ کې به د پنجاب د پولیسو مرسته هم ترلاسه کوي.

وزیراعلی نواب ثنالله زهري امر کړی دی چې ټولې امنیتي ادارې دې د ده په وینا د ټولو مشکوکو ډلو پر ضد بې له څه ځنډه عملیات پیل کړي.

بل پلو د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې مظاهرې شوې دي او ګډونوالو غوښتنه کړې ده چې په دې پېښه کې د وژل شوي هر کس لپاره دې یو کروړ روپۍ اعلان شي.

دا له هغه وروسته ده چې د سېشنبې په شپه د کوټې په سریاب سیمه کې وسله والو د پولیسو پر یو روزنیز مرکز برید وکړ.

په دې برید کې لږ تر لږه یو شپېته کسان ووژل شو او تر یو سل شل زیات ټپیان شو. دا ټول د پولیسو هغه غړي وو چې تازه له روزنې فاریغه شوي وو.

د بريد مسوليت داعش او د پاکستاني طالبانو د کراچۍ څانګې منلی خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مشر ویلي چې لښکر جنګوي «العالمي» ډله په دې برید کې ښکېله وه کومې ته چې د دوی په وینا له افغانستانه لارښوونه کېده.

XS
SM
MD
LG