د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایوب خان یې په کشمیر تمامه وینه


که وکیل مري پښتون، که د سکول ماشوم مري پښتون، که ډاکټر مري پښتون او حتا که پوځي مري نو هغه هم د مومندو.

هغه وایي

چا راوړي او چا لوی کړي ـــ ایوب خان یې په کشمیر تمامه وینه

پخوا به پښتانه ځوانان کشمیر ته د جهاد لپاره لېږل کېدل، او دا به په حجرو جماعتونو کې ویل کېدله چې د فلانکې زوی کشمیر ته د غزا لپاره تللی دی او د کامیابۍ دعا ورته وکړئ. خو اوس دغه کشمیر تر پېښوره، مومندو، وزیرستان او تر کوټې پورې غځېدلی دی. چې غزا خو نشته البته شهیدان ډېر دي، او غازیان نامالومه دي.

هغه وایي چې ریاست ماں کے جیسي، یعني ریاست د مور غوندې دی،خو البته په دغه ریاست کې هره دویمه پښتنه مور له دې درده تېره شوه، او لا تېرېږي او د مور غوندې دغه ریاست یې تماشه کوي.

په داسې ښار کې چې که شپه وي او که ورځ خو چې قدم اخلې نو پوښتنه درنه کېږي چې هلکه څوک یې؟ او څه کوې؟خو چې کله په پښتنو، بلوڅواو هزاره ګانو حملې کېږي نو بیا نه څه پوښتنه وي، نه غرمه او نه ماښام.

په کوټه حمله کې د مومندو یو پوځي کپتان روح الله مومند هم وژل شوی، هغه وایي کنه چې خوار دلته هم خوار او په هندوستان هم. لکه روح الله مومند د کشمیر په هغه بله سیمه کوټه کې ووژل شو، که څه هم د کشمیر د مومندو او پېښور سیمې نه خوندي تللی وو.

د پښتنو سیمې په مثال کشمیر دي، هر وخت پکې غزا ده، شهیدان دي، ویر دی،ماتم دی، او ایوب خان یې په معاناد جهاد تماموي، او بیا یې مور پلار ته وایي ستا زوی څومره نر، زړه ور او بهادر وو، چې په وطن یې سر قربان کړ. لکه پښتنو خپل بچي دې ورځ ته لوی کړل چې نه ورته توره ګنا مالومه شوه او نه سپینه.

د کشمیر ذکر دلته ځکه هم مهم دی چې د پاکستان په پالیسیو کې د کشمیر نوم ډېر مهم او مقدس دی او بیا ډېرو پښتنو پرې سر هم شیندلی دی، نو څه نا څه تړاو خو لري، زما او ستا له زړه چوونکې کیسې سره.

کشمیر په مثال په دغه هېواد کې یو پاک ځای هم دی چې د سر قرباني یې د جنت د ټکټ په نامه خرصېږي،او بیا پښتون خو په مذهب او مقدسو ځایونو سر ویشتونکی سړی دی، چېرته وروستو پاتې کیږي، او بیا نو کله له غرضي مذهبه خبر دی.

هغه وایي، په هر چا خپل وطن کشمیر دی، په پښتنو هم خپل وطن له کشمیره خوږ دی، خو اوس ترې تود تنور جوړ دی، چې پر سینه یې ډوډۍ پخېدلای شي.

په پښتنو په دین دنیا جبر وشو، د قبر ځای یې نه دی مالوم. د تاریخ نښې یې ورله ورکې پرکې کړې، که وکیل مريپښتون، که د سکول ماشوم مري پښتون، که ډاکټر مري پښتون او حتا که پوځي مري نو هغه هم د مومندو.

هغه چې وایي،

په حال مې غرونه په ژړا شول ـــــ نښه یې دا ده چې سیندونه ترې راځینه

تبصرې وګورئ (۳)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG