د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان وايي هیله لري پاکستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړي


د طالبانو د قطر دفتر
د طالبانو د قطر دفتر

د افغانستان د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې ښایې پاکستان دا ځل د سولي په بهیر کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د سولې د شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن مشال راډيو ته وویل چې شرایط اوس توپیر لري ځکه پاکستان اوس منزوي شوی او نړیوالو هم دا درک کړې چې تروریستان له افغانستانه بهر اډې لري.

« ډيره امیدواري شته چې پاکستان دا ځل په خپله چمتو شوی وي او په افغانستان او سیمه کې د ثبات لپاره له دغه هیواد او نړیوالې ټولنې سره صادقانه همکاري وکړي.»

د افغان چارواکو لخوا، دغه هیلمندي په داسي مهال ښودل کیږي چې د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو صلاحکار سرتاج عزیز تائید کړه چې د طالبانو د قطر دفتر ځیني چارواکي د سولې خبرو لپاره اسلام اباد ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG