د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ راتلونکې غونډه کې پر فاټا خبرې کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان په سینټ کې د قبایلي سیمو استازي وايي چې د سینیټ په راتلونکې غونډه کې به د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په راپور بحث پیلیږي او دوی هیلمن دي چې د سینیټ ټول غړي به دا راپور حکومت ته وړاندې کړي.

د دې ترڅنګ فاټا سیاسي اتحاد اندېښنه لري چې دا اصلاحات د ځنډ ښکار شوي او دوی سره وېره ده چې په دې لاره کې لا نور خنډ مخې ته رانه شي.

د کرمې نه سېنېټر سجاد طوري مشال راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې په دوو اوونیو کې دننه به د سېنېټ یاده کمیټي خپل راپور جمع کړي.

(( د قامي اسمبلۍ له خوا خو ماته نه ده مالومه چې هغوی به څه پروګرام کوي خو د سېنېټ له طرفه ماته دا امید دی چې په دوو اوونیو کې به یو پوره راپور وړاندې کړي چې هغه به جمهوري، پارلیماني او آئینې وي.))

د باجوړ نه سېنېټر هدایت الله مشال راډیو ته وویل چې د بحث پر مهال به ټول سېنېټران خپلې رایې ورکوي چې پکې به د ده رائیه دا وي چې د قبایلي سیمو په خېبرپښتونخوا کې تر ضم کولو وړاندې دې یادې صوبې ته پوره فنډ ورکړل شي.

د اورکزو سره تړاو لرونکي سېنېټر نجم الحسن بیا مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي سیمو سېنېټرانو او د قامي اسمبلۍ غړیو چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه کومه پرېکړه هم وکړه نو ده ته به منظوره وي.

بل پلو د قبایلي سیمو ولس او سیاسي اتحاد د دې اصلاحاتي راپور په اړه اندېښنې لري او وايي دوی هیله لرله چې دا راپور حکومت تیار کړی دی نو زر به منظور شي خو داسې ښکاري چې دا به نور هم د ځنډ ښکار شي.

د فاټا سیاسي اتحاد مشر نثارمومند مشال راډیو ته په دې اړه وویل:

(( قبایل او سیاسي اتحاد له اندېښنو سره مخ دي چې په قامي اسمبلۍ کې بحث هم وشو خو تر دې دمه څه عملي اقدامات په نظر نه راځي او بله دا چې دې بل ته د ولس او سیاسي ګوندونو حمایت ترلاسه دی نو بیا ولې په دې سم کار نه کېږي؟ نو دوی دا فکر کوي چې د دې بل د ځنډولو لپاره کار روان دی.))

یاده دې وي چې د تېرې میاشتې په ۹مه نېټه حکومت په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو اصلاحاتي راپور وړاندې کړې و چې پکې یې تجویز ورکړې و چې قبایل په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدل غواړي.

XS
SM
MD
LG