د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: خبریالان وايي حکومت دې د دوی خوندیتوب باوري کړي


د ارشیف انځور

د بلوچستان خبریالانو د یکشنبې په ورځ د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبریالانو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي او د هغوی په کار کې دې خنډونه نه اچوي.

په لسګونو تعداد کې دغو خبریالانو وروسته له هغې د پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه چې تېره ورځ په پشین کې پر یو ځايي خبریال محب ترین برید وشو چې پکې نوموړی سخت ژوبل شوی و.

د خبریالانو د ټولنې یو مشر ملک سعدالله ترین په دې موقع مشال راډیو ته داسې وویل:

(( زموږ خبریالان د عدم تحفظ ښکار دي. پر دوی مرګوني بریدونه کېږي. په یوه اوونۍ کې پر یو خبریال برید اوس د معمول خبره ګرځېدلې ده. موږ له حکمرانانو غواړو چې موږ ته دې تحفظ راکړي.))

د چمن د پریس کلب مشر فضل محمد جاجک وايي په پشین، کلا عبدالله او نورو شاوخوا سیمو کې خبریالان ځورول کېږي او دوی ته دړکې ورکول کېږي نو ځکه د حکومت د پام د راړولو په موخه دوی پر مظاهرې لاس پورې کړی دی.

مظاهره کونکیو غوښتنه کوله چې حکومت دې پر خبریال محب ترین برید کونکي ونیسي کنه نو دوی به خپلې مظاهرې ته دوام ورکړي.

بل پلو د پشین پولیس وايي چې پر نوموړي خبریال درېوو تنو برید کړی و چې له جملې څخه یې یو پولیسو نیولی او د پاتې دوو لټون روان دی.

په پاکستان کې هر کال یو شمېر خبریالان د بیلابیلو ډلو لخوا ځورول کېږي او یا هم وژل کېږي. پاکستان لا هم د هغو هیوادونو په قطار کې شامل دی چېرته چې د خبریالانو ژوند خوندي نه دی.

XS
SM
MD
LG