د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خرابې امنیتي وضعې له کبله، د خیال اوونۍ وځنډېده


استاذ خیال محمد

د پاکستان او افغانستان د خبریالانو شریکه ټولنه چې د سولې د راوستلو لپاره کار کوي، وايي د خېبر پښتونخوا د نا امنو حالاتو له وجې ورته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ژمنې سره سمه د خیال اوونۍ ولمانځي.

د نوموړې ټولنې ځینو غړو تر دې وړاندې مشال راډیو ته ویلي وو چې د اکتوبر له ۲۴ مې به دوی د خیال اوونۍ لمانځي چې په ترڅ کې به یې د استاذ خیال محمد تاجپوشي کېږي او همدارنګه د افغانستان او پاکستان د کلتوري چارو پوهان به د پښتو د دغه لوی فنکار په ژوند او کار خبرې کوي.

د پاکستان امنیتي ادارو د پاکستان او افغانستان د خبریالانو شریکې ټولنې ته ویلي چې د خیال اوونۍ د لمانځلو پروګرام دې راتلونکې میاشتې ته وځنډوي او د پېښور امنیتي وضع دومره ښه نه ده چې د افغانستان یا کوم بل ملک نه دې ورته مېلمانه ور وغوښتل شي.

د نوموړې ټولنې یو غړي میا فاروق فراق مشال راډیو ته وویل چې خېبر پښتونخوا کې امنیتي ادارو دوی منع کړي چې بهرني مېلمانه به نه راغواړي او پروګرام به هم دم ګړۍ ته ځنډوي. نوموړي زیاته کړه:

« بیا پکې داسې وشوه چې، چونکه دلته د امنیت خپلې مسئلې وي،په هغه حواله باندې زما په خیال د امنیت وضع دومره ښه نه ده، نو چې کله موږ د امنیتي ادارو سره خپله خبره شریکه کړه نو راته وویل شول چې دلته د اوس لپاره دا ممکنه نه ده چې د بهر نه دې مېلمانه راوغواړو او خدای مه کړه د بد امنۍ کومه پېښه ونه شي. »

نوموړی وايي دوی غوښتل چې د افغانستان او پاکستان د کلتوري چارو پوهان د استاذخیال محمد په ژوند او فن خبرې وکړي او ددغه لوی هنرمند درناوی دې وشي خو دريغه چې دوی د اوس لپاره د ژمنې سره سم په ۲۴ م اکتوبر خپل پروګرام نشي پرمخ وړلی. خو دوی هیلمن دي چې ډېر زر به د خیال اونۍ نه یواځې په پېښور بلکه په افغانستان، دوبۍ او نورو سیمو کې هم لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG