د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ولسمشرۍ کانديدانو له يو بل سره ناندرۍ وهلي


هېلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ
هېلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډيموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلنټن او د ريپبليکن ګوند کانديد ډونلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۹مه نېټه د امريکا د نواډا ايالت په لاس ويګاس ښار کې په دريمه او وروستۍ ټېلويژني مناظره کې پر يو بل سختې نيوکې وکړې. داوړو کانديدانو د روسيې د لاسوهنې او د شام پر حالاتو سر بېره پر يو شمېر نور و موضوعاتو له يو بل سره ناندرۍ ووهلې.

هېلري کلنټن له خپل ريپبليکن سیال سره په وروستۍ مناظره کې په مستقيم ډول پر روسي ولسمشر ولادیمیر پوټين تور پورې کړ چې په یو شمېر انټرنېټي حملو سره يې د امریکا ولس او ادارې په نښه کړي تر څو د ۸م نومبر انتخابات د ټرمپ په ګټه تمام کړي.

"روسانو امریکایي وېب‎پاڼې، د امریکایانو شخصي او د ادارو اکاونټونه هېک کړي او وروسته ‌یې دغه معلومات ویکي‎لیکس وېب‎پاڼې ته ورکړي چې په انټرنېټ کې یې خپاره کړي. دا هر څه د روسي حکومت لخوا په ډېره لويه کچه شوي چې په ښکاره ډول پوټين پخپله کړي ځکه زموږ ۱۷ استخباراتي ادارو پخلی کړی چې زموږ انتخابات اثر اندازه کيږي."

ټرمپ د تېر په څېر د کلنټن تورونه رد کړل چې ګواکې ماسکو په دغو انتخاباتو کې د ده په ګټه لاسوهنه کوي. نوموړي وويل، دی روس او بل هر هغه څوک چې د انټرنېټي حملو تر شا لاس لري، غندي.

"زه پوټین نه‌پېژنم. هغه زما په اړه ښې خبرې کړي دي. که موږیوې روغې جوړې ته ورسيږو، دا به ښه خبره وي. که روس او امريکا په ګډه د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ضد یوه تفاهم ته ورسيږي، دا به ښه کار وي. پوټين نه خو کلنټن او نه ‌هم زموږولسمشر ته درناوی لري."

ډونلډ ټرمپ د مناظرې پر مهال په راتلونکو انتخاباتو پوښتنې راپورته کړې او وې ويل چې په دې پروسه کې درغلي روانه ده. نوموړي وويل، دی به هغه وخت وګوري چې څه روان دي خو د نومودي په وينا هغه چې څه ليدلي ډېر بد دي. نوموړي پر دې لړ کې د رسنيو پر رول نيوکه وکړه چې بې پلوه او ريښتنې نه ده. د نوموړي په ځواب کې کلنټن وويل چې ټرمپ هر وخت دا فکر کوي چې معاملات د ده په پلويتوب نه دې روان. نوموړي زياته کړه چې ټرمپ په دا ډول خبرو سره د امريکا ډيموکراسي کمزورې کوي.

هېلري او ټرمپ په شام کې پر روانو حالاتو هم خپل نظر څرګند کړ خو ټرمپ د ناامنۍ او حلااتو خرابېدو تور پر کلنټن پورې کړ.

"دا هرڅه د هېلري کلنټن له لاسه شوي دي. هر چا فکر کاوه چې شامي ولسمشر بشارالاسد به دوه يا درې کاله مخکې تللی وای. هغه له روس او ايران سره ايتلاف جوړ کړ. دوی داعش نه غواړي خو دوی نور څه کوي، هغه ځکه چې موږ د ياغيانو ملاتړ کوو."

بلخوا هېلري کلنټن وويل چې دوی بايد پر اسلامي دولت وسله والې ډلې کلک نظر وساتي.

"شام به تر هغه وخته د ترهګرۍ تود ډګر وي تر څو ايرانيان او روسان د داخلي جنګ مرسته او هڅونه کوي. ما مخکې ويلي چې موږ بايد پر داعش کلک نظر وساتو. په همدې خاطر زه يو استخباراتي خوځښت غواړم تر څو موږ په خپل کور کې خوندي کړي."

د لاس ويګاس په يوه پوهنتون کې شوې دې مناظره کې د وسلو په اړه قانون، امریکا ته د خلکو مهاجرت، د پولو امنیت، او د امریکا پر اقتصاد هم بحث وشو. اټکل کېږي چې د دواړو کاندیدانو تر منځ دغه مناظره به دغه ټېلويژنې مناظره په لسګونو میلیونو امریکایانو لیدلې وي.

XS
SM
MD
LG