د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې یو ناموسي وژونکی نیول شوی


په سوات کې تن د خپلې مېرمنې وژلو په تور هله ونیول شو چې کورنۍ یې مړی په پټه خاورو ته سپارلو.

د سوات تحصيل کبل پوليس چارواکی اېس ايچ او رحمت علي مشال ريډيو ته ویلي چې بېګا شپه کبل ګالوچ نومي کلي کې یوه ۲۷ کلنه ښځه خپل خاوند وژلې وه او کورنۍ یې غوښتل دغه معامله پټه وساتي. پولیس وايي دوی ته اطلاع تر لاسه شوه او د ملزمانو خلاف یې کاروايي وکړه او رحمت علي وویل يار محمد نومي تن يې د ناموسي وژنې په تور نیولی دی.

"موږ ته اطلاع تر لاسه شوه چې تېره شپه يوه ښځه وژل شوې او د هغې مړی په یوه ځايي هدیره کې خاور ته سپارل کیږي. موږ هدېري ته ورغلو، مړی مو په خپله ولکه کې واخیستلو او د ښځې خاوند مو ګرفتار کړ. وروسته دغه تن وویل چې زما د ښځې له بل چا سره تعلق و او ما منع کوله.خو هغه نه منع کيده نو ما په لوړو ووهله او بيا مې ورله په مرۍ زور کړ او مړه مې کړه. د سړي پر ضد د قتل مقدمه درج شوې ده "

د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ډلې وايي په داسې پېښو کې وژل شوې زنانه هم دغه شان خاورو ته وسپارل شي او د وژونکي پته و نه لږي.د سيمي د پوليسو مشر ډي ايس پي حبيب الله د غيرت په نوم وژنې قانون او سزا په اړه وویل:

" هرقسمه قتل جرم دی او پر هغه مو درې سوه دوه دفعه ولګوله. خو اوس د غيرت په نوم وژنې خلاف يو قانون منظور شوی چې شق درې سوه يوولس نومیږي. په دې کې دا حکم دی چې د غيرت په نوم وژونکي ملزم ضمانت نه شي کيدای، د دغه جرم لږ تر لږه سزا عمر قيد، پانسي او ۲۵ کاله بند سزا ده."

په سوات کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ډلې (دي اوېکنینګ) په خبره له دې پېښې سره په تېرو لسو مياشتو کې د درو نارینه وو په ګډون پنځوس ښځې د غيرت په نوم وژل شوي دي. دا چې دغو وژنو ته د اسلام مذهب څرنګه ګوري؟ په رحيم آ‌باد مينګوره کې مولانا عارف الله مشال راډیو ته وویل:

"په يو هېواد کې چې قانون موجود وي اوهر څوک چې قانون په خپل لاس کې اخلي هغه ګناه ګار دی. بيا د پاکستان قانون له اسلامي نظام سره متصادم نه دی نو دغه کار د دولت دی چي قصور وار ته سزا ورکړي. بيا په اسلام کې د انسان لوی مقام دی او د يوه تن وژل لويه ګناه ده"

د ښځو حقونو لپاره کارکونکې غزاله رحمان وايي د غيرت په نوم وژونکي زياتره کسان له دې امله بچ پاتي کېږي چې د وژل شویو ښځو لپاره هېڅوک عدالت ته نه ځي. هغې د پوليسو دا ګام وستایلو:

"د پوليس افسر رحمت علي دغه ګام د ستاینې وړ دی او داسې عمل وړاندې پکار و ځکه چې مخکې به د غیرت په نوم وژنې وشوې او د خودکشۍ نوم به ورته ورکړل شو يا نور څه وجه به یې ښودل کېدله. له دغه شان ګامونو سره به د ښځو د غيرت په نوم وژنو کې کمی راشي."

غزاله رحمان وویل، د غيرت په نوم وژونکیو ته تر دې دمه د سزا نه ورکولو دغه وجه هم ده چې په خېبر پښتونخوا کې په دې اړه پوره قانون نشته او د عدالت پېچيده نظام هم یې یوه لويه وجه ده.

XS
SM
MD
LG